• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان مدني ټولنې غړې زبیدې اکبر د ۲۰۲۴ کال د جنسیتي برابرۍ او قانون جایزه ترلاسه کړه

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د قانون او جنسیتي برابرۍ لپاره نړۍوالې شبکې د حقوقو او مشرتابه په برخه کې د ۲۰۲۴ کال جایزه د افغانستان مدني فعالې او د ښځو له حقونو ملاتړې زبیدې اکبر ته ورکړې ده.

دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شنبې په ورځ د (زمري په ۲۰مه) ویلي، چې دغه جایزه یې مېرمن اکبر ته د هغې د هڅو او د ښځو د حقونو په لار کې د هغې د مبارزې او هلو ځلو په پار ورکړل شوې ده.
دغې شبکې په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې: «موږ په دغې سیالۍ کې د یو سخت ازمون سره مخامخ وو؛ نو د دغې جایزې لپاره مو د بشري حقونو د ملاتړو دوه تنه غوره کړې او دواړه مو بریالۍ وګڼلې.»
دویمه مېرمن چې دغه جایزه یې تر لاسه کړې د تونس د بشري حقونو فعاله حفیدا چکیر وه، چې نوموړې هم په خپل هېواد کې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
زبیدې اکبر په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه کړې او د هغې هلې ځلې لا هم د هغو مبارزو ښځو په ملاتړ راټولې دي، چې په افغانستان کې د ننه د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې غږ اوچتوي.
هغې دا رنګه د هغو څېړنیزو پروژو مشري هم کړې، چې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا د افغان مېرمنو لپاره په تېرو شلو کالو کې ترسره شوې دي.
زبیدې اکبر د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ښځو د وضعیت په اړه وینا کړې وه او د طالبانو کړنې یې د ټولو بشري حقونو سره به ټکر کې بللې وې.

دغه جایزه په ۲۰۱۸ کال کې د الجزایري زده‌کړیالې برای امل زواني په نوم نومول شوې ده.

هغه چې د حقوقو د څانګې زده‌کړیاله وه په ۱۹۹۷ کال کې د بنسټ پالو له‌خوا په دې تور وژل شوې وه، چې هغه ولې زده‌کړې کوي.

اوس دغه جایزه داسې مهال یوې افغانې مېرمنې ته ورکول کېږي، چې په تېرو درېیو کالو کې طالبانو مېرمنې او نجونې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی