• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون وايي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښونه له نږدې څاري

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۵۴ GMT+۱

د پنټاګون یوه ویاند د سه شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د داعش په ګډون د «ترهګرو ډلو فعالیتونه له نږدې څاري.» پاټریک رایډر ومنله چې په افغانستان کې د دغو ډلو له خوا ګواښونه شته.

رایډر د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، «له افغانستانه د ګواښونو په اړه باید ووایم چې موږ به خامخا د هغوی څار ته دوام ورکوو، د داعش په ګډون بېلابېلې ترهګرې ډلې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې فعالې دي.»
د پنټاګون ویاند ویلي، چې امریکا د دغو ډلو د فعالیتونو د څارنې لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي. رایډر د کوم ځانګړي هیواد له نوم اخیستو پرته وویل، «مونږ به په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»
تر دې مخکې امریکايي چارواکو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره له پاکستان سره د خپلو اړیکو یادونه کړې وه.
پنټاګون په وار، وار د خپلې هوايي څارنې پر وړتیاوو ټینګار کړی چې له افغانستانه د وتلو په اړه د نیوکه کوونکو اندېښنو ته ځواب ووایي. او د دې خبرې سپیناوی هم وکړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو نشتوالي ترهګرو ډلو ته د بیا ودې اجازه ورکړې ده.
طالبانو په وار، وار پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې په اړه اعتراض کړی دی. دغې ډلې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتوالی رد کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. دا اندېښنې پر ایران او روسیې د داعش خراسان ډلې له خوا له بریدونو وروسته لا پسې پیاوړې شوې.
له دې مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي و، چې د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي وړتیا لوړه شوې ده.
یو شمېر امریکايي چارواکي په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه ډله ځواکمنه شوې چې له دې سره امریکا په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د معلوماتو راټولو کې له ستونزو سره هم مخامخ شوې ده.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟