پاکستاني رسنۍ: وزیرستان کې له وسله والو سره په جګړه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پوځ په حواله راپور ورکړی چې په سوېلي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي. ويل کیږي، په دغې نښته کې شپږ وسله وال هم وژل شوي.