د هواپوهنې اداره: ۱۵ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د زمري په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه) په ۱۵ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.