• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امريکا او فليپين له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره نوې هوکړې ته رسېدلي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د امریکا متحده ایالاتو او فیلیپین هوکړه کړې، چې په موقتي ډول به د امریکا پخواني لسګونه همکاران چې د ویزې په تمه دي په فلیپین کې مېشت کړي. د واشنګټن پوسټ په وینا دا تړون د امریکا لپاره د افغانانو د دغې ډلې د منلو په برخه کې نوې لار پرانیزي.

دا هوکړه لیک د دوشنبې د ورځې په پای کې لاسلیک شو.
امریکايي چارواکي اټکل کوي، چې دغه پروګرام به له فلیپینه د شاوخوا ۳۰۰ افغانانو له لېږد وروسته پراخ شي او دغه هېواد به په امریکا کې د مېشتېدونکو افغانانو لپاره په موقتي ځای بدل شي.
په دې موده کې به د افغان پناه غوښتونکو او د امریکا پخوانیو همکارانو دوسیې به د امریکا د حکومت له‌خوا وڅېړل شي او که ومنل شي، امریکا ته به ولېږل شي.
متحده ایالات په پام کې لري، چې په فیلیپین کې مستحقو افغانانو ته کور، خواړه، روغتیايي خدمتونه او ترانسپورټ برابر کړي.
تمه کېږي، چې افغانان به تر څو میاشتو هلته پاتې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا متحدو ایالاتو څه باندې ۱۶۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي.
په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر دا تړون "ېیر مهم" بللی او ویلي یې دي، «موږ د بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره هر څه کوو.»
امریکایي چارواکو په فیلیپین کې خپلو همکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د مستحقو افغانانو دوسیې به په څو میاشتو کې وڅېړل شي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۴

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې