• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون وايي، که له داعش لږ ګواښ هم ور پېښ شي، دوی به برید پرې وکړي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د پنټاګون ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې که امریکا د داعش ډلې په «کېدونکي ګواښ» پوه شي، پر دوی به برید وکړي. جنرال رايډر افغانستان ته په اشارې سره په عراق کې د امريکا د دوامداره شتون دفاع وکړه او ويې ويل چې که «پر داعش فشار نه وي، ښايي بيا سر راپورته کړي.»

د عراق حکومت له امریکايي ځواکونو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي. خو امریکا په دې باور ده چې په عراق او سوریه کې د داعش له خوا ګواښ پر لاره دی، نو په دې هېواد کې د دوی شتون اړین دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو په اړه خبرداری ورکړ، خو د امریکا ګټو ته د دغې ډلې ګواښ سملاسي ګواښ نه بولي.

داعش په تېر کال کې په روسیه او ایران کې دوه خونړي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو اندېښنې راپورته کړې، د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نیوکه کونکو د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې، چې داعش ډله ښايي پر امریکا د بریدونو په پلان جوړولو بوخته وي.

جنرال پیټریک رایډر وویل چې دا مهال د داعش خراسان ډلې په وړاندې د متحده ایالاتو د عملیاتو په اړه کوم معلومات نه لري خو دغه ډله په ټولییزه توګه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې مېشته ده.

هغه زیاته کړه، «په جدي توګه وایم، که پر امریکا یا زموږ ګټو ته نږدې ګواښونه وپیژندل شي، موږ حق لرو چې مناسب ګام واخلو، او له هوا یا لرې واټن څخه پرې بریدونه وکړو.خو د اوس لپاره ویلو ته هیڅ نه لرم.»

پنټاګون وايي، له «لرې څخه د څارنې» پروګرام په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اغېزمن دی او له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سره هم کولای شي له ګواښ سره مقابله وکړي.

طالبانو د سیمې او لوېدیځو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ نه دی.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې