د غزې کړکېچ: په غزه کې د اسراییل په تازه برید کې لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې د مرکزي او سوېلي سیمو په لور د پرمختګ په حال کې د حماس له ځواکونو سره نښته کړې. د فلسطین د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دې نښتو او تازه بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.