پاکستاني رسنۍ: اټک کې پر زدهکوونکو د یو برید له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ ټپیان دي

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د اټک پله ته څېرمه د پنجاب لوري ته په ډنډي کوټ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د ښوونځي پر یوه موټر ډزې کړې چې له امله یې دوه زدهکوونکي وژل شوي او د چلوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان دي.