د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی او قومي مشر ډاکتر نور محمد په بنو کې ووژل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ملاتړی او قومي مشر ډاکتر نور محمد پرون ماښام د پښتونخوا په بنو کې له خپل کلېنیک کور ته د تلو پر مهال ووژل شو. ډاکټر نور محمد د جاني خېلو اوسېدونکی و او د امن په جلسو او پرلتونو کې یې رول درلود. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د هغه په وژل کېدو خواشیني ښودلې.