د المان د بهرنیو چارو وزیره: د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون له ښځو څخه سل پاڼې نفرت دی

د المان د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون «له ښځو څخه لکه سل پاڼې نفرت» دی. انالنا بربوک وویل، چې طالبان په دې قانون سره د افغانستان نیمایي نفوس چوپتیا ته مجبوره کوي.