کمالا هرېس: په غزه کې د اوربند وخت رارسېدلی دی

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندې کمالا هرېس د ډیموکراټ ګوند ملي کنوانسیون ته په وینا کې وویل، چې اوس په غزه کې د اوربند او د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو وخت رارسېدلی.