په پنجاب کې د پوليسو پر دوو موټرو توغندیز بريد کې ١٢ افسران وژل شوي دي

د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې د پولیسو پر دوو موټرو د توغندیز برید په پایله کې ۱۲ تنه افسران وژل شوي، شپږ ټپیان او پنځه نور یې لادرکه دي. د پنجاب پولیس وايي، دغه پېښه د رحیم یار خان په ماچکه سیمه کې شوې او په خبره یې چې د غلو یوې ډلې د پولیسو پر دوو موټرو برید کړی دی.