د بنګله دېش د کرېکټ پر ملي لوبغاړي شکیب الحسن د قتل مقدمه درج شوې ده

د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبغاړي او الراونډر شکیب الحسن پر خلاف په ډاکه کې د قتل قضیه درج شوې ده. د بنګله دېشي رسنیو په وینا، شکیب الحسن په ډاکه کې د جامو د یوې کارخونې د کارکوونکي په وژنه تورن دی.