ټيټيپي: په سویلي پنجاب کې مو د یو برید له امله پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني تحریک طالبان (ټيټيپي) وایي، تېره شپه ناوخته یې د سویلي پنجاب د لکي مروت په سرحدي کلي کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله یې په رامنځته شوې نښته کې د پوځ څلور تنه سرتېري وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان دي.