• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د امربالمعروف قانون ردوونکي د ایمان له زوال سره مخ دي او د یوناما اعتراض ګستاخي ده

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو اندېښنې بې اساسه وبللې. مجاهد زیاته کړې، چې کوم مسلمانان یاد قانون ردوي هغوی د ایمان له زوال سره مخ دي.

نوموړي ویلي، هر هغه غیر مسلمان چې د یادو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي او یا یې ردوي باید ځان په اسلامي قوانین پوه او درناوی یې وکړي.

د مجاهد له قوله په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین له اسلامي مصادرو څخه اخذ شوي او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ور لاندې ليکل شوي.»
د یادې ډلې په خبرپاڼه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون پر وړاندې د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اعتراض ګستاخي بلل شوې ده.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده، چې که دا قانون د مسلمانانو له خوا ردیږي او نیوکه پرې کیږي؛ نو له دین څخه د دوی د بې خبرۍ په معنا ده او ایمان یې له زوال سره مخ دی.
نوموړي په ټولو مسلمانانو غږ کړئ: «په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړئ او له خپلو علماو څخه په دې اړه پوښتنې وکړئ.»
د طالبانو ویاند ویلي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي.
ښاغلی مجاهد وایي، چې د دغو اسلامي قوانینو د پلي کولو په برخه کې دې هېڅوک اندېښنه نه لري؛ ځکه قوانین د هېچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی دی.
د خبرپاڼې په یوې بله برخه کې راغلي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي قوانین به په مناسبو لارو پلي شي او د ټولو پر وړاندې به له نرمۍ څخه کار واخیستل شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بې سارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یو.»

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر تېره اونۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه و پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.
دغه قانون د یوناما په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
یوناما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو اخیستل او په دوامداره وېره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: یو پخوانی نظامي له درېیو میاشتو راهیسې په تخار کې د طالبانو په زندان کې دی

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۱

سرچینې وايي، طالبانو په تخار کې د تېر حکومت یو ډګروال له درېیو میاشتو راهیسې بندي کړی دی. دغو سرچينو ويلي، چې طالبانو امر الدين انصاري د مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور نيولى؛ خو د انصاري د خپلوانو په وينا نوموړي له دې جبهې سره هېڅ اړيکه نه درلوده.

سرچينو د وږي په ٥مه، افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د تېر حکومت دغه نظامي له درېيو مياشتو راهيسې په تخار کې له طالبانو سره بندي دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالب وسله والو امر الدين انصاري دوه ځلې مخکې هم نيولى و؛ خو د دغه پخواني نظامي پر وړاندې د کره شواهدو له نه موندلو وروسته خوشې شوى دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ ښاغلى انصاري په کابل کې اوسېږي، خو تېر کال د کار لپاره بدخشان ته تللى و او هلته طالبانو د ده او ملګرو پر موټر بريد کړى و.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو په بريد کې د امر الدين انصاري يو شمېر ملګري چې پوځي سابقه يې نه درلوده وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پخوانى نظامي په خپله پښه د مرمۍ په لګېدو ټپي شوى دى.

د افغانستان انټرنشنل د دغه پخواني نظامي ځینې عکسونه لیدلي، چې په پښه ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ هغه مهال طالبانو ښاغلی انصاري د هغه پر وړاندې د شواهدو د نشتوالي له امله له اته میاشتې بند وروسته خوشې کړ.

د امر الدين انصاري خپلوانو د ملي مقاومت په جبهه کې د هغه د غړيتوب تورونه "ناسم" وبلل او ويې ويل، چې تر نيول کېدو مخکې هغه د وچې مېوې په کاروبار بوخت و.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ نوموړى وروستی ځل درې مياشتې مخکې د وچې مېوې د پېرلو لپاره د افغانستان شمال ته تللی و او په تخار کې نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د طالبانو په زندان کې هم شکنجه شوى دى.

دغه پخواني پوځي افسر ته نږدې سرچينې پوښتنه کوي، چې که ښاغلي انصاري جرم نه وي کړی، نو ولې يې د درې مياشتې وړاندې ازاد شو.

دوی زیاته کړه، که طالبان فکر وکړي چې امر الدین انصاري جرم کړی دی، دوی دې د هغه دوسیه محکمې ته وړاندې کړي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه پخواني سرتېري د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې له خوا د "ټولبښنې" له اعلان سره - سره د ګڼو راپورونو له مخې؛ د تېر حکومت د کارکوونکو او سرتېرو نيولو، شکنجو او له قانونه بهر وژنې دوام لري.

بایډن: په کابل هوايي ډګر کې ځینې وژل شوي سرتېري د افغانستان د جګړې په پیل کې زېږېدلي وو

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د قربانیو یادونه کړې، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وروستیو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شول.

بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ باید هیڅکله دا هېر نه کړو چې هر یو سرتېری چې موږ له لاسه ورکړی داسې یو انسان و، چې خپله ټوله کورنۍ او ټولنه یې شاته پریښې ده. موږ په ګډه باید تل د هغوی قربانۍ په یاد ولرو."

هغه زیاته کړه: "نن ورځ موږ ژمنه کوو، چې تل به د هغوی یاد ژوندی ساتو. خدای دې زموږ ټول وژل شوي اتلان وبښي. خدای دې ټولو هغو کسانو ته برکت ورکړي چې خدمت یې کړی او قربانۍ یې ورکړې."

سپینې ماڼۍ وايي، چې وژل شوي سرتېري د سمندري قول اردو غړي وو.

بایډن وویل، چې دا ۱۳ امریکایان او ډېر نور چې ټپیان شوي وو "په لوړه کچه هېوادپالان وو."

هغه وايي: "ځینې دغه سرتېري په هغه کال کې زېږیدلي وو، چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې وه. ځینې یې افغانستان ته په دویم یا درېیم سفر وو؛ خو ټولو د خپل ځان څخه لوی هدف ته د خدمت کولو لپاره جوګه شوي وو. هغوی د خپلو امریکایانو، متحدینو او ملګرو د خوندیتوب لپاره خپل ځان په خطر کې واچاوه."

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر په ایبي دروازه کې یو ترهګریز برید له ۱۰۰ ډېر افغانان په داسې حال کې ووژل، چې د جګړه ځپلي افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو وروستۍ ورځې وې.‌ د امریکا د ځواکونو د وتلو له بشپړېدو مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښوده او طالبانو یو ځل بیا په کابل واک تر لاسه کړ.‌

د داعش خراسان ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی و.

د امریکا متحده ایالاتو له دغه چاودنې پنځه ورځې وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه خپل ټول ځواکونه وویستل او ۱۲۰ زره امریکایان او افغانان یې هم تخلیه کړل او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.‌

د ملا فاضل مدرسې کې د زهري غوښې له پېژندو وروسته طالبانو د ناپېژاندو خلکو مرسته محدوده کړه

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

طالبانو په کندهار کې د دغه ډلې د فاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند په مدرسه کې د زهرجنو غوښو له نیولو وروسته ټولو مدرسو ته خبرداری ورکړی، چې له نامعلومو کسانو او تایید پرته له چا خوراکي توکي وا نه خلي.

طالب سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې دوې ورځي وړاندې نامعلومو کسانو د کندهار ښار د اوومې ناحيې په زاړه ښار کې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستيال ملا فاضل اخوند مدرسې ته شاوخوا ۱۸ منه د پسه غوښه د خیرات په نوم ور وړې، چې زهري مواد په کې ګډ وو.

سرچينه زياتوي، چې د مدرسې مسوولینو دغه شکمنه غوښه تر کتلو وروسته معلومه کړې، چې زهري مواد ورسره یو ځای شوي دي.

سرچینه زياتوي: «د ملا فاضل اخوند مدرسې ته چې زيات طالبان پکې دي يو کس ۱۸ منـه د پسه غوښه د مدرسې مخ ته د خيرات په نوم اېښې وه؛ خو د مدرسې مشر غوښه تر پخولو مخکې لیدلې وه، چې زهر پکې ګډ شوي وو.»

100%

په دې مدرسه کې د سوېلي حوزې شاوخوا ۸۰۰ طالبان په ديني زده کړو بوخت دي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو دغه ډلې په يوې خبرتيا کې له طالبانو او مدرسو له مسوولینو غوښتي: «ټول مجاهدين او د ټولو مدرسو مسوولین باید دوښمن ته متوجې شي که داسې یو کس یو څه راوړي بايد انتظار شي تر څو معلومات يې سم وشي.»

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو په کندهار کې د ټولو مدرسو پر خوړنځایونو څار پیل کړی او د مدرسو له مسوولینو یې غوښتي، چې پر اشپزخانو ځانګړي محدودیتونه وضع کړي.

د د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند د کندهار د زاړه ښار منډيګک ماڼې ته څېرمه يوه لويه هديره او دولتي ځمکه غصب کړې او یوه ديني مدرسه او تر ۵۰ زيات دوکانونه یې پر جوړ کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د امربالمعروف قانون پر رسنیو محدودیتونه سختوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د تازه قانون د توشیح په غبرګون کې ویلي، چې دغه قانون به پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه لا پسې سخت کړي. دغه مرکز له طالبانو وغوښتل، چې له رسنیو سره د چلند په اړه له سره غور وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د وږي پنځمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «د امربالمعروف» قانون د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه مرکز ټینګار کوي، چې د طالبانو د "امربالمعروف" قوانینو محتوا مبهمه ده؛ خو د هغو کسانو سزا چې له دغو قوانینو مراعات نه کوي، په واضح ډول تعریف شوې ده.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه قانون د متن بېلابېل تفسيرونه ښايي د رسنيو او خپلواکو خبريالانو د ځپلو لامل شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو د قانون د ۱۷ او ۲۹ مادو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغه قوانین د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو ازادي محدودوي.

په دغو دوو مادو کې طالبانو د "اسلامي شریعت" سره سم د ښځو پر غږونو د بندیز او د ژوندیو مخلوقاتو د ویډیوګانو پر جوړولو او لیدلو بندیز لګولو په اړه توضیحات وړاندې کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې دا بندیزونه د هېواد د رسنیو د قانون خلاف دي، چې طالبان یې هم مني؛ خو یوازې په انتخابي ډول یې کاروي.

د طالبانو د "امربالمعروف او نهې عن المنکر" قانون د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱ مه د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده له خوا تصویب شو.

طالبانو په زابل کې ۱۲ کسان د «نامشروع اړيکو، د ښځې د تښتونې او قتل» په تور په دورو وهلي دي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۱

طالبانو په زابل ولایت کې ۱۲ کسان د «ښځې تښتونې، قتل، غلا او نامشروع اړيکو» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وايي، چې تورن کسان ټول نارينه دي او د طالبانو مرافعه محکمې په رياست کې د طالب مسوولینو او د مراجعینو په مخ کې په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۵ مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه کسان د زابل ښاري ابتدایيه محکمې له خوا له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې دغه کسان د سترې محکمې له تایيد وروسته له اتو مياشتو څخه تر شپږو کلنو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په دې کې ۸ کسانو ته د غلا په تور له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورې او له يوه څخه تر شپږو کلنو د بند سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلاميه کې د نورو تورنو کسانو د سزا او بند اړوند لیکل شوي: «یو تن د قتل په تور ۳۹ دورې او درې کاله بند، ۲ تنه د نامشروع اړيکو په تور ۲۰ دورې او ۱۸ مياشتې بند او یو بل کس د ښځې د تښتونې په تور ۳۹ دورې او په يو کال تنفيذي بند محکوم شوی دی.»

طالبانو دوې ورځې وړاندې په کابل کې يو کس د «لواطت په تور» په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلی و.

د دې ترڅنګ طالبانو په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو په تور» ۳۵ دورې وهلې او په دوه کاله بند یې محکومه کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم بدني سزاوې بیا پيل شوې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول سزاګانې د دفاع او عادلانه محاکمې حق ته د درناوي پرته تر سره کيږي، په پلي کولو سره یې انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي او په ټولنه کې وېره رامنځته کوي.

د دوی په خبره؛ د بشري حقونو د نړۍوالو معيارونو له مخې دا ډول سزاګاني ظالمانه او ناانساني دي.