له خیبرپښتونخوا وروسته په اسلام اباد کې هم د لوړو مالیو له امله سوداګرو کاربندیز پیل کړ

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې تړلې هټۍ او مارکېټونه ښکاري. له بل پلوه تېره شپه د راولپنډۍ په لویو مارکېټونو او بازارونو کې هم د کاربندیز خبرتیاوې خپرې شوې وې.