د جرمني صدراعظم وايي، افغانستان ته به نور کډوال هم ستانه کړي

د جرمني پر حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ تر نیوکو وروسته اولاف شولتس د سې شنبې په ورځ ویلي، چې هغه به نور کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ورستانه کړي. هغه وویل، هغه مجرمین چې جدي محکومیت لري نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري.