د اسلامي همکاریو سازمان امیرخان متقي ته په ګډو انځورونو کې د حضور اجازه ورنه کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پیل کې د رسمي ګډ انځور په اخیستو کې د حضور اجازه تر لاسه نه کړه. ښاغلی متقي د دې سازمان په ۵۰مه ناسته کې د ګډون په موخه د افریقا لوېدیځ کامرون ته تللی دی.