د طالبانو ملاتړ د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د رسېدو لپاره عمران خان ته سرخوږی جوړ کړی

د اکسفورډ پوهنتون د ریاست په ټاکنو کې د ګډون لپاره د عمران خان له غوښتنې وروسته دغه پوهنتون ته لېږل شوي لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې نوموړی د طالبانو او اسامه بن لادن د ملاتړ مخینه لري. په لیک کې راغلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سابقه ډېره د اندېښنې وړ ده.