• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له جرمني وروسته اتریش هم «مجرم» افغانان خپل هېواد ته لېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د اتریش د کډوالۍ ادارې اعلان وکړ، چې غواړي له جرمني سره په همکارۍ «مجرمو» افغانانو د اېستلو لپاره هڅې پیل کړي. د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر د «مجرمو» افغان کډوالو د اېستلو په اړه د جرمني پرېکړه ښه وبلله او وویل، چې له جرمني سره د ورته کډوالو د اېستلو په اړه خبرې کوي.

د اتریش فډرالي دولت هڅه کوي، چې دغو کډوالو ته افغانستان ته د مستقیم اېستلو زمینه برابره کړي.
ګرهارډ کارنر د جمعې په ورځ وویل: «اوسمهال افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو امکان شته او دا هغه غوښتنه ده، چې ما د اوږدمهال لپاره مطرح کړې ده، نو له همدې امله خوشحاله یم چې دا پرېکړه عملي کیږي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه: «دا ریښتیا ده چې په افغانستان کې اوس یوه ترهګره ډله حاکمه ده، د ځنډولو یو علت اېستل و، چې له همدې امله مونږ له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په همکارۍ کابل ته د مجرمو افغانانو د لېږلو لپاره زمینه برابروو.»
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د مارچ په میاشت کې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د اېستلو په اړه د اروپایي اتحادیې ممنوعیت ته د بیاکتنې غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې دا اقدام "اړین او بېړنی" دی.
نوموړي په هغه وخت کې په بروکسل کې وویل: «اوسمهال نه شو کولی چې سوریې او افغانستان ته څوک ولېږو، ځکه دا د اروپا د قوانینو خلاف دی .»
د جرمني دولت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ۲۸ افغان «مجرم» کډوال یې له دې هېواده اېستلي او په یوه پرواز کې یې کابل ته ستانه کړي دي.
جرمني چارواکو اعلان وکړ، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا د کډوالو لومړۍ ډله ده، چې افغانستان ولېږل شول.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵

شنونکي: د پاکستان او طالبانو اختلاف یوازې د ټي‌ټي‌پي پر مسله نه، تاریخي بې‌باوري هم لري