خیبر پښتونخوا کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د اېم پاکس ناروغۍ څلورمه پېښه یې هم ثبت کړې ده

د خیبر پښتونخوا روغتیايي چارواکي وايي، د اېم پاکس په ناروغۍ د اخته څلورم کس پېژندنه هم شوې. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ډاکټر ارشاد علي ویلي، یو ۴۷ کلن کس چې د بیزو په تڼاکو (اېم پاکس) اخته و د پېښور په باچا خان هوايي ډګر کې تر ازمایښت وروسته وپېژندل شو.