• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټام وېسټ په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي برید په غندلو سره یاد برید ترهګریز عمل ګڼلی

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا په کابل کې د دوشنبې د ورځې ترهګریز برید غندي. نوموړي زیاته کړې، چې د بې ګناه وګړو په نښه کول هېڅ توجیه نه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

بل خوا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

داعش - خراسان ډلې په کابل کې د طالبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.

داعش - خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب د ریاست کارمندان د وتلو په حال کې وو.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طالبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.

امریکا لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ټېلګراف: ښځو سره د طالبانو چلند یو "دیني عمل" نه دی، بلکې "بربریت" دی

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اروا په څېر ژوند کوي او طالبانو له دوی څخه ټولې هیلې اخیستي.

د دې شننې لیکواله وايي، چې نړۍ غلې نه شي پاتې کېدی او د ښځو د مقاومت غږ باید واورېدل شي.

هغې وويل، چې له طالبانو سره دې شاته تګ په توګه چلند وشي، نه دا چې امتيازات ورکړل شي.

سوزان مور په دې تحلیل کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو ویلي، چې طالبانو ته د هر ډول مشروعیت ورکول په یوه قیمت تمامیږي او دا بیه د انسان په توګه د ښځو له پامه غورځول دي. هغې وویل، چې د ښځو سره د طالبانو چلند یو "دیني عمل" نه دی بلکې "بربریت" دی.

د هغې په ​​وينا؛ طالبانو په افغانستان کې د ښځو غږ خاموش کړى او نړۍ يې يوازې ننداره کوي.

په دې مقاله کې د ټېلګراف کالم لیکونکې سوزان مور د طالبانو د هغه مشهور قانون پر ضد په اعتراض کې د ښځو د زمزمو ویلو کمپاین ته اشاره کړې، چې د ښځو غږ په کې"عورت" ګڼل شوی. هغې لیکلي، چې د ښځو سره دا ډول چلند "په سمه توګه د جنسیت د توپیر له مخې بېلګه" او ټکان ورکوونکی دی. هغې وپوښتل چې له طالبانو څخه نور څه تمه کېدای شي؟

هغې د مایا انجیلو مشهور نقل قول ته اشاره وکړه: " کله چې یو څوک تاسو ته خپل ځان ښکاره کوي، په لومړي ځل پر هغه باور وکړئ."

د اغلې مور په وینا؛ طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمایي راهیسې په ډاګه کړې وه، چې دوی څوک دي، خو "موږ لا هم پرې باور نه کوو."

په دې لیکنه کې ویل شوي، چې طالبانو د «شریعت د تفسیر، دیوبندي دودیز او وهابي خالصیت د پټو محافظه کاره پښتني قانون» پر بنسټ د ښځو په وحشیانه ډول تر پښو لاندې کول پیل کړي، له تعلیم او کار څخه یې بې برخې کړي دي.

د دې مقالې لیکواله د ۱۹۷۰ لسیزې د ښوونځیو هغو نجونو ته اشاره کړې، چې په خندا او لنډو جامو کې ښوونځي ته تللې؛ خو کله چې طالبان کابل ته راغلل ټولې هیلې یې له منځه لاړې.

یوازې د افغان مېرمنو خلاصون

په دې لیکنه کې له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتل تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او ویل شوي چې "نن هیڅوک په رښتیا نه پوهیږي چې موږ ولې افغانستان ته لاړو".

د دې مقالې د لیکوالې په باور؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وحشتناک او بې ساري وتل، چې د ټرمپ له خوا پرې خبرې پیل شوې او د بایډن په مشرۍ پای ته ورسېدې، د افغان مېرمنو وحشتناکه پرېښودل وو.

هغې لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځینو ناسمو افکارو سره - سره چې ګواکې طالبان بدل شوي او د ۲۰۲۰ کال طالبان دي؛ خو له ښځو اساسي حقونه ترې اخیستل شوي او نړۍ لا هم ولاړه او ننداره کوي.

سوسن مور په خپل تحلیل کې وايي؛ پوتین د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې طالبان یو متحد ګڼي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو افراطیت یو ډول کلتوري دود بللی دی.

هغه وايي، ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه متضاد پیغامونه استولي دي.

د مېرمن مور په وینا؛ ملګرو ملتونو د طالبانو د مشرانو پر سفر بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم دوی تګ راتګ کوي.

هغې په ​​دوحه کې د طالبانو د ځینو جګپوړو غړیو موجودیت ته اشاره کړې، چې پرمختللی ژوند کوي او لوڼې یې ښوونځيو ته ځي.

نوموړې د نیوکې په کولو سره لیکي، چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو په بلنه او د طالبانو د حضور په بدل کې د ښځو او مدني ټولنې د ډلو د ایستلو په منظور، دغې ډلې ته جرات ورکړ.

د دې مقالې په یوه بله برخه کې د ټېلګراف کالم لیکونکې لیکي: "داسې ښکاري چې امنیتي مسایل لویدیځو هېوادونو ته د ښځو د حقونو په پرتله ډېر مهم دي."

هغه وايي، چې د غربي دولتونو له نظره هغه څه چې مهم دي دا دي چې سيمه نوره هم باثباته ده او د ترياکو توليد کم شوى دى.

فارن پالیسي: القاعده په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۱

فارین پالیسي راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د القاعده حضور له ترهګرو سره د طالبانو د نه مبارزې له امله زیات شوی دی.

دغې خپرونې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مسوولینو په حواله لیکلي، چې القاعده په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې تر ۹ زیات نوي «ترهګریز» کمپونه جوړ کړي دي.

د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري فارن پالیسي ته وویل: «دا د نویو پوځیانو د روزنې مرکزونه دي. طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې، چې د پنجشیر د درې په زړه کې اډې او د مهماتو د ذخیره کولو ډیپوګان جوړ کړي.»

ښاغلي نظري د طالبانو دغه چلند یوه "نامعلومه" پېښه وبلله او ویې ویل، چې حتا القاعدې هم په ۱۹۹۰کال کې دا ډول کار ناشونی ګاڼه.

د طالبانو د مخالفې جبهې دغه چارواكي زياته كړه، وروسته له دې چې دغې ډلې په افغانستان كې بیا واک تر لاسه كړ، د تروريستي ډلو لكه القاعده، داعش، پاكستاني طالبانو او د ازبكستان د اسلامي غورځنګ شتون د اندازې او د نفوذ د پراختیا له اړخه زیات شوی دی.

په دې راپور کې ټینګار شوی، چې د افغانستان پولې د طالبانو له خوا نه دې ساتل شوي او له همدې امله له عربي هېوادونو، د منځنۍ اسیا له ګاونډیو او اروپا څخه بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته دننه شي.

علي میثم نظري وویل، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

ملګري ملتونه په دې باور دي، چې القاعده د افغانستان په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

طالبان په افغانستان کې د القاعدې شتون ردوي.

فارین پالیسي لیکي، د القاعدې مشر سیف العادل له بهرنیو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته مهاجرت وکړي او پر لویدیځ د برید لپاره دې ځان چمتو کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي مفتش هم د روان کال په جولای میاشت کې په یوه راپور کې وویل: «که څه هم طالبانو له داعش او ځینو نورو ډلو سره نښتې کړي او په نښه کړي یې دي، خو د القاعدې او پاکستاني طالبانو پر وړاندې یې له زغم څخه کار اخیستی.»

ښاغلي نظري دا هم زیاته کړه، چې افغانستان د پاتې شویو وسلو لپاره "پرانستې تور بازار" ګرځیدلی چې ډېری یې امریکایې دي.

فارن پالیسي د راپور له مخې؛ امریکایي چارواکي په دې اړه چې افغانستان تر کومې کچې د ترهګرو په ځاله بدل شوی شک لري.

د سي ای اې مرستیال ډېوېډ کوهن تېره اونۍ ویلي وو، چې اداره یې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو اړیکه کې دي.

طالبان وایي، چې اذربایجان د اړیکو پراخولو لپاره د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، چې د اذربايجان د لومړي وزير مرستيال له ملابرادر سره په ليدنه کې د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې. دواړو د لاجورد لار د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره مهمه وبلله.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه ليدنه د ازبکستان د ترمذ نړۍوال سوداګريز مرکز د پرانيستني مراسمو په څنډه کې شوې ده.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې ملا برادر په دې ليدنه کې د دغه هېواد له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال له خولې لیکل شوي، چې باکو تیار دی څو له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د «لاجوردو لاره» بیا فعاله کړي.
اعلاميه زياتوي، چې د اذربایجان لومړي وزیر ويلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپل صادرات او واردات زیات کړي او په افغانستان کې د صنعتي کارخونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

طالبان وایي، چې په دې ليدنه کې اذربایجان د افغانستان د کانونو استخراج په برخه کې هم ليوالتيا ښودلې.

د طالبانو د رسیاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ترمذ ښار ته تللی.

طالبانو په وروستیو کې د ایران په ګډون له ازبکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدا خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې هېوادونو سره لا پراخې او اقتصاد محوره شي.

د کابل پرونی برید؛ داعش - خراسان ډلې په کابل کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

داعش - خراسان ډلې په کابل کې د طالبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته. دغې ډلې ویلي، چې په برید کې تر ۴۵ زیات کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

بل خوا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

داعش - خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې کارمندان د وتلو په حال کې وو.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طالبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.

په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې په ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او د شیعه/ هزاره ګانو په سیمو کې د ډېرو پخوانیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

که څه هم طالب چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې دوی په افغانستان کې د داعش حضور پای ته رسولی او دا ډله په افغانستان کې هېڅ فزیکی حضور نه لری؛ خو د دوشنبې ورځې برید وښوده چې داعش - خراسان اوس هم فعال دی او نسبتاً لوړه عملیاتي وړتیا لری.

د نړۍوالو سازمانونو له خوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ داعش - خراسان یوه فعاله ډله ده، چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د داعش ډلې د پیاوړتیا او بیا فعالېدا خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د زندانونو مشر د سره صلیب له کمېټې څخه غوښتي، چې د مرستو بهير ګړندی کړي

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې مشر د سره صليب د کمېټې له سرپرست مشر څخه غوښتي، چې د سره صليب ترڅنګ دې نورې ملي او نړۍوالي مرستندويه ادرې د مرستو د ژمنو د عملي کولو بهير ګړندی کړي. سره صليب زندانيانو ته د شفافو مرستو پر رسولو ټينګار کړی.

د طالبانو د زندانونو ادارې د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دوی مشر محمد یوسف مستري د افغانستان لپاره د سره صليب کمېټې د سرپرست مشر مارټن ډي بوير او د دې مرستندويه ادارې د زندانونو د فعاليتونو او همکاريو مشرې مارینا سره د ليدنې خبر ورکړی.

اعلاميه زياتوي، چې دواړو لوريو د همغږۍ، همکارۍ او مرستو پر زياتوالي خبرې کړې دي.

د طالبانو د زندانونو چارون د سمون ادارې د يکشنې په ورځ په کابل کې د يوه کنفرانس پر مهال ویلي وو، د لسګونو بهرنیو وګړو تر څنګ د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۱۱ زره بندیان لري، چې د دوی په خبره په بېلابېلو جرمونو نېول شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دې زندانیانو کې شاوخوا ۱۵۰ د بهرنیو هېوادونو وګړي د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او له دوی سره بندیان دي.

ویل کېږي په دې بندیانو کې زر ښځې او ۸۰۰ نور د کم عمر ماشومان هم شته دي.