په فیلیپین کې د یاګي توپان له امله د مړو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شو

په فیلیپین کې د یاګي توپان له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي. له بل پلوه په مانیلا او نږدې ولایتونو کې ښوونځي او دولتي دفترونه د خراب موسم له امله د سې شنبې په ورځ تړل شوي دي.