• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیمه ییزو سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي؛ د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د چهارشنبې په ورځ د يوې چاودنې له امله د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي. تر اوسه د چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم شوی؛ خو ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو د استخباراتو پر موټر شوې ده.

د دې پېښې هغه انځورونه، چې افغانستان انټرنشنل رسېدلي پکې معلوميږي، چې چاودېدونکي توکي په يوه باسيکل کې ځای پر ځای شوي او د تالقان ښار په سوېلي برخه د کابل په بندر کې چاودنه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت مازيګر څلور بجې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په چاودنه کې د يوه ماشوم باسيکل، چې د سړک په یوه کونج کې ولاړ و هم ویجاړ شوی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی او دغه ځای ته غځېدلې ټولې لارې یې تړلې دي.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

امربالمعروف د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له مامورینو د دیني مسایلو ازموینه واخیسته

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱
امربالمعروف د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له مامورینو د دیني مسایلو ازموینه واخیسته
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي غږیز کلیپونه ښيي، چې نن چهارشنبه د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له کارکوونکو څخه د دیني زده کړو ازموینه اخیستل شوې ده. په دغو پیغامونو کې د ښاروالۍ او پوهنې ریاست چارواکي له خپلو کارکوونکو غواړي چې ازموینه کې خامخا ګډون وکړي.

لومړی غږیز پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د جلال اباد د ښاروالۍ د یوه طالب چارواکي دی؛ نوموړي په واټس اپ ګروپ کې یې له ټولو کارکوونکو غوښتي، چې د چهارشنبې په ورځ په ازموینه کې ګډون وکړي.

نوموړی په دغه پیغام کې وايي: " دا چې تاسو خبر یاست د جلال اباد د ښاروالۍ د دعوت او ارشاد امریت د وزارت د مکتوب په اساس د امتحان ترتیب برابر کړی، چهارشنبه د امتحان ورځ ده او ټول امرین دې له خپلو کارکوونکو سره یوځای پکې برخه واخلی".

همدا راز په یو بل غږیز پیغام کې د طالبانو د پوهنې ریاست یو طالب چارواکي د جلال اباد ښار د پوهنې امریتونو کارکوونکو او د ښوونځیو ښوونکو ته خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د دیني مسایلو او عقیدتي ازموینې ته اماده شي.

دغه طالب چارواکي د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د پوهنې ریاست په واټس اپ ګروپ کې زیاته کړې ده، چې هېڅوک باید غیر حاضر نه وي.

په دغه غږیز پیغام کې زیاته شوې ده، چې د امربالمعروف غړي به لس پوښتنې جوړوي او هره پوښتنه به لس نومرې لري.

د ننګرهار د ښاروالۍ یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په نننۍ ازموینه کې یې برخه اخیستې ده او دوی ته مخکې له مخکې یو درسي چیپټر هم تدریس شوی دی.

د امربالمعروف وزارت له خوا ترتیب شوی تدریسي چیپټر
100%
د امربالمعروف وزارت له خوا ترتیب شوی تدریسي چیپټر

نوموړی وايي، چې په دغه ازموینه کې یوازې له هغو مامورینو ازموینه اخیستل شوې، کومو چې په جمهوري نظام کې دنده لرله.

د هغه په خبره؛ طالبانو ورته خبرداری ورکړی، چې که په دې ازموینه کې کوم مامور ناکام شي نو له دندې به منفک شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له دولتي مامورینو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخلي؛ بلکې له دې وړاندې په ننګرهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون له ټولو استادانو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخیستل شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له ډاکترانو هم ورته ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان په ټولو اداراتو کې ځانګړي ریاستونه او امریتونه ایجاد کړي دي، چې له مخې یې د ټولو دولتي کارکوونکو دیني او دنیاوي مسایل تعقیبیږي.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه چې د کابل وروستي برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه چې د کابل وروستي برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي
100%

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه، چې د کابل په دارالامان کې د پخوانۍ څارنوالۍ په دروازه کې په وروستي برید کې لږ تر لږه ۱۶ څارنوالان وژل شوي. دغې ټولنې ویلي، چې د دغه برید څرنګوالی د تېر حکومت د څارنوالانو پر وړاندې په تېرو شلو کلونو کې له ورته بریدونو سره توپیر نه لري.

دغه ټولنه وايي، چې په دې بريد کې يو شمېر څارنوالان ټپيان شوي هم دي.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او د بريد ویډیو یې خپره کړې.

دغې ډلې ویلي، چې دا برید د یوه ځانمرګي له خوا شوی او هدف یې طالبان وو.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په اعلاميه کې راغلي، چې څارنوالان لا هم د «ترهګرو ډلو لکه د طالبانو د ترهګرې ډلې» لخوا د سیستماتیک او انتقامي بریدونو هدف دي.

دغې ټولنې د دغه ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د داعش تر ټولو خونړی برید دی.

د څارنوالانو ټولنې ویلي، چې دې برید د امنیت د تامینولو لپاره د طالبانو «درواغجنې ادعاوې» ثابتې کړې.

د دې ټولنې په وینا، د طالبانو عمومي بخښنه او د امنیت تامین حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان «د دا ډول هدفي بریدونو د کلونو سابقه لري.»

د څارنوالانو ټولنې د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د څارنوالانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د مخنیوي او د څارنوالانو ملاتړ وکړي.

جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۱
جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه
100%

جنيد بنسټ د پښتو د غوره شعرونو د ۳ کال جايزې اعلان کړې، چې پکې یې نوښتګر شاعر رحمت شاه سایل د کال غوره شاعر بللی او د زر ډالرو جايزه يې ورته ځانګړې کړې. شاعران دغه بنسټ ته شعرونه ليږي او وروسته یې د ادبياتو یو څارپلاوی په انلاين ډول ارزوي، خو غوره شاعر له سیالۍ پرته ټاکل کېږي.

د جنيد شريف بنسټ له لوري د شعرونو په سياليو کې سږ کال کامله عزيزی او قيس هاشمي لومړي مقامونه ګټلي او هر يوه ته د ۵۰۰ ډالرو په ارزښت جايزې ورکول شوې.

په دې سياليو کې تقوا برهان شکوري او اسدالله نيازي دوهم مقامونه ګټلي او د ښه شعر لیکلو له کبله هره یوه ته د ۳۰۰ ډالرو جايزې ورکول شوې.

زمزمې غزل بيا د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د ازاد شعر په برخه کې جايزه ترلاسه کړې او د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت فوق العازه جايزه بیا کامران احمدزي ته ورکول شوې ده.

د جنید شریف بنسټ په نوښت له تيرو دريو کلنو راهیسي دا جايزه ورکول کيږي.

تېر کال ملالي کليوالي او نسيم ايسار په دې سياليو کې لومړي مقامونه ګټلي وه.

د دغه بنسټ له لوري تېر کال د پښتو بل مخکښ شاعر شاعر پيرمحمد کاروان ته فوق العاده جايزه ورکړې وه.

د دې بنسټ له

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، په پکتیکا کې یې یو پیر نیولی دی

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۴ GMT+۱
د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، په پکتیکا کې یې یو پیر نیولی دی
100%

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، په پکتیکا کې یې هغه پیر نیولی، چې د دوی په وینا په ټولنه کې یې «غیر شرعي او خرافاتي کړنې» ترسره کولې. دوی وايي، دغه پیر خپله د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

تردې مخکې به د افغانستان له نورو سیمو او یا له ګاونډي پاکستان څخه پکتیکا ته پیران ورتلل خو دغه پیر بیا خپله د پکتیکا اوسیدونکی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نن چهارشنبه د (وږي ۱۴مه) په ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او په کې لیکلي یې دي، چې محتسبانو یې په پکتیکا کې هغه پیر نیولی، چې د دوی په وینا په ټولنه کې یې «غیر شرعي او خرافاتي کړنې» ترسره کولې.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه پیر څنګه کړنې ترسره کولې.
د روانې میاشتې په سر کې طالب چارواکو ویلي وو، چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې هغه پاکستانی پیر نیولی چې دغه ولایت ته بې پوښتنې تللی و او هلته یې خلک په ځان ورټول کړي وو.

طالبانو له هغه پاکستاني پیر سره د هغه زابل میشتي مریدان هم نیولي وو.
د خواله رسنیو کاروونکو هغه پیر د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی بللی و، چې د باړې پیر په نوم هم مشهور دی.
طالبانو هغه پیر تر هغه وروسته ونیو، چې د شاه جوی ولسوالۍ خلکو یې لاسونه ښکلول او پښو ته یې د سجدې په ډول ښکته کېدل.

که څه هم د خواله رسنیو کاروونکو دغه پیر ته د طالبانو له لوري د سختې سزا غوښتنه کړې وه خو یو شمېر کسانو ویل چې هغه پیر په طالبانو کې ځینې مشران پیژندل او د هغوی په منځګړیتوب خوشې او ان تر تورخم دروازې پورې د طالبانو په بدرګه بیرته پاکستان ته ستون شو.
که څه هم چې له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د پیرانو او مریدانو سلسله روانه ده، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم مهاله د دغو پیرانو بازارونه مخ په تودېدو دي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره: افغانستان ته تېر کال نږدې څلور مېلیون ټنه سون توکي وارد شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۱
د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره: افغانستان ته تېر کال نږدې څلور مېلیون ټنه سون توکي وارد شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرد ملي ادارې چارواکو نن د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې زیاته کړه، چې له یاد اندازه وارد شویو توکو څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد له بندرونو څخه بیا سلګونه ټنه بې کیفیته توکي بېرته ګرځول کېږي او طالبان یې افغانستان ته د واردېدو مخه نیسي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې همدا راز په خپل کلني راپور کې زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ مېلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ودانیز توکي هم وارد شوي، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

د یادې ادارې د مسوولینو په خبره، د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل هم په تېر کال کې د دغې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.

له دې سره، دغه اداره وایي، چې اوس‌مهال د دوی تر واک لاندې د سټنډرډ ملي اداره د ISO، IEC، SMIIC، SARSO او ECO RESCOM په څېر د نړۍوالو سازمانونو غړیتوب لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د دې ادارې راتلونکي پلانونه هم له رسنیو سره شریک کړل، چې له مخې یې په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړۍوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان سره د همکارۍ د هوکړه لیکونو لاسلیک کول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیق څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول؛ په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.
دغې ادارې په ځلونو له ټولو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان دې د خپلو با کیفیته توکو بازار وګرځوي.

څه موده وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي و، چې د وارداتو او صادراتو لپاره په بندرونو کې د سکنرونو لګول یې یو له لومړیتوبونو څخه دی.

د ۱۲۰۴ کال په سلواغې میاشت کې د طالبانو د حکومت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په ۱۲ بندرونو کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د برېښنایي سکنرونو د لګولو طرحه تایید کړې وه.

د بندرونو له لارې د بې کیفیته توکو واردول، ګران بیه توکي د ارزانو توکو په نوم تېرول، د کمې یا د هیڅ مالیې نه ورکول او له ټاکل شوې اندازې د ډېرو محصولاتو لېږدول هغه ستونزې دي چې تل پرې نیوکې کېږي.
خو لا هم افغانستان ته د واردېدونکو توکو واردوونکي پر طالبانو نیوکه کوي، چې دوی د سټندردونو او د توکو د ازمیښت لپاره لازمې اسانتیاوې او مسلکي کسان نه لري او د خپلو شخصي سلیقو له مخې پرېکړې کوي.