• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان د امنیت ادارې مشر: افغانستان باید له داعش سره مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د ازبکستان د امنیت ادارې مشر وایي، چې «طالبان د امکان تر حده له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په حال کې دي». عبدالسلام عزیزوف په تاشکند کې یوې امنیتي ناستې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان اوسمهال له داعش سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او باید یوازې پرې نه ښودل شي.

د ازبکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلواکو همګټو هېوادونو د شانګهای همکارۍ په ناسته کې وویل: «د امنیت د ټینګښت په برخه کې له نړیوالو ترهګرو سره په مبارزه کې پر یو بل باور کول، د اطلاعاتو منظمه تبادله او همغږي اقدامات اغېزناک دي.»
له ترهګرو او افراطیت سره د مبارزې اړوند د خپلواکو همګټو هېوادونو د شانګهای د همکارۍ سازمان ناسته له تېرو دوو ورځو راهیسې په تاشکند کې ترسره شوه.
د خپلواکو همګټو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز مشر یوګني سیسیویف په دې ناسته کې د داعش د ګواښونو د زیاتېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې د دې ډلې ګواښونه اوج ته رسېدلي او موخه یې د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ رامنځته کول او د ټولنو رادیکالیزه کېدل دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له حضور اندېښمن دي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي