په اسلام اباد کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

په اسلام اباد کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو. د پاکستان روغتیایي ادارو د دغې پېښې پخلی کړی دی.