• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷ زده‌کوونکي مړه شوي دي

۱۶ وږی ۱۴۰۳ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷ زده‌کوونکي مړه او ۱۳ نور سخت ټپیان شوي دي. د دغه هېواد ولسمشر ویلیم روټو د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغې پېښه کې مسوول کسان به د اورلګېدنې په اړه "حساب ورکړي".

هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« زه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوم، چې د دغې وحشتناکې پېښې په اړه جدي پلټنه وکړي.»
د کینیا د پولیسو په وینا، د پېښې د مړو شمېره ښایي تر دې هم لوړه شي؛ ځکه چې د یوشمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دغه ښوونځی شاوخوا ۸۰۰ زده‌کوونکي لري، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.
د کینیا د پولیسو ویاندې رېسیلا اونیاګو وویل، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
هغې زیاته کړه، چې ډېری جسدونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
په کینیا کې تر دې وړاندې هم په ښوونځیو کې د اورلګېدنو په پېښو کې یوشمېر زده‌کوونکي مړه شوي وو.
په ۲۰۱۶ کې د نایروبي په ګاونډ کیبیرا کې د نجونو په یوه ښوونځي کې نهه زده‌کوونکې د اور لګېدنې له امله مړې شوې او په ۲۰۰۱کال کې د نایروبي څخه بهر په کېانګولي کې د اورلګېدنې له امله ۵۸ زده‌کوونکي مړه شوي وو.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي