د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسیز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د سپټمبر مياشتې په ۹مه نېټه) د هند په ګرېټر نویډا کې پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.