د امریکا د کانګرس غړي د سپټمبر د ۱۱ مې په مناسبت د عمومي رخصتي د اعلان هڅه کوي

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې په مناسبت د عمومي رخصتي د اعلان هڅې پیل کړې دي. په دې اړه د رخصتي لایحه د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې مطرح شوه او تر اوسه د کانګرس د څار کمېټې په اختیار کې ده.