• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د روغتیا وزارت وايي، چې افغان روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

ایراني‌ رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له قوله لیکي، چې ایراني ډاکټران، د متخصصینو او نرسانو په ګډون د ۴۰ افغان روغتیایي کارمندانو لپاره د ځانګړې روغتیايي پاملرنې یا ای سي یو په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوي.

د تهران ټایمز په راپور کې راغلي، چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیايي سیسټم ته انتقال کړي.

د طالبانو روغتیا وزارت ویلي، چې د دوی په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو روزنې ته ژمن دي.

دغه وزارت ویلي، چې د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیايي پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي او په ټول هېواد کې ټولو ناروغانو ته په لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د راپور له مخې؛ افغان روغتیايي کارکوونکي به په ایران کې د روزنې له لارې د روغتیا په برخه کې د دغه هېواد له لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې؛ دغه هېواد په روغتیايي برخو کې خوار پرمختګ کړی او خپل د اړتیا وړ ۹۹ سلنه درمل په کور دننه جوړوي.

د دغه هیواد ډېری ناروغان تر ډېره د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تللو اړتیا نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

یوناما د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت ټينګار کړی، چې هر څوک باید زده کړو ته لاس رسی ولري

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ماموریت "یوناما" د سپټمبر د اتمې د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت پوهنې او سواد ته د ټولو لپاره د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د سواد نړۍواله ورځ په داسې حال کې راځي، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د منځنیو او عالي ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه ونیوله.

دې ډلې په پوهنتونونو کې هم د نجونو زده کړې بندې کړې.

د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې یونسکو د شمېرو له مخې؛ طالبانو ۲.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر پلاوي د یوناما پر اېکس پاڼه ليکلي، چې زده کړه او سواد د هر انسان اساسي حق دی.

یوناما لیکلي: «په بېلابېلو ژبو د زده کړو ترویج د متقابل تفاهم، ټولنیز تحرک او سولې لامل کېږي او په دې توګه خلک د خپلو حقونو د غوښتلو توان تر لاسه کوي.»

هر کال د سواد نړۍواله ورځ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ټولو خلکو لپاره تعلیم او سواد ته د لاسرسي د ودې لپاره د فرصت په توګه نمانځل کیږي.

په افغانستان کې د پوهنې بحران په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغېزمنې کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د امربالمعروف محتسبان د کندهار په څلور لارو کې ځوانانو ته د ږیرې پرېښودلو سپارښتنې کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ږيرې پرېږدي او وېښتان کم کړي، که نه نو له سزا سره به مخ شي. د امر بالمعروف د نوي قانون تر توشیح وروسته دغه ډله په ولایتونو کې د قانون د پلي کولو لپاره سختو ګامونو اخيستلو مخه کړې ده.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرې جمعې ورځې څخه د امربالمعروف محتسبان پر يو شمېر څلولارو ځوانان را ګرځوي او د ږيري پرېښېدو او وېښتانو کمېدو سپارښتني ورته کوي.

سرچينه وايي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکي په دومداره توګه نه وي؛ خو کله - کله د څلور لارو پر سر د نور طالبانو سره د تالاشۍ پر ځايونو ولاړ وي.

د نور احمد په نوم يو ځوان چې تېره جمعه له عينو مېنې څخه کور ته تلی او د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند په دوراهي کې د امربالمعروف محتسبانو راګرځولی وايي: « تقريبا لس دقيقې يې درولی وم او طالبانو نصیحت راته کاوه، چې ږيره پرېږدم، زما نوم یې هم ولیکه او راته يي وویل؛ که بل ځل مو په داسې حالت کې وليدې، چې ږيره دې نه وه، بیا به ګيله نه کوې.»

طالبانو په مېله ځايونو او تګ راتګ پر مهال په موټرونو کې د موسيقي اورېدل هم بند کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په وروستیو کې د امر بالمعروف نوی قانون توشیح کړ.

د دې قانون د ۲۴ مې صفحې په ۱۱مه او ۱۲مه ماده کې خلکو ته هغه شرطونه وړاندې شوي، چې بايد ترې ډډه وکړي.

د دې مادې په اوله او دویمه فقره کې راغلي: «په داسې منکر بوختېدل، چې نه کول يې شرعاً واجب وي.۲: د داسې نېک عمل پرېښول، چې کول يې شرعاً واجب وي.»

د امربالمعروف د نوي قانون د ۷۳مې صفحې په ۲۴ مه ماده کې همدې کسانو ته چې «منکر» عمل تر سره کوي هم سزاوې ټاکلې دي.

په دې قانون کې ليکل شوي: « خلکو ته لومړۍ توصيه کول، د الله د عذابه وېرول، په قهرجنو الفاظو تهديد، له یو ساعت څخه تر ۳ ورځو د بند سزا او د محتسبو له لوري سزا ورکول شامل دي.»

په کندهار کې ډېری کسان پر طالبانو نيوکې کوي، چې کړنې يې بیا د دغه ډلې د لومړۍ دروې د ۹۰يمي لسیزې سخت دريځو ته اوښتي او په زور پر خلکو طالبي قانون پلی کوي.

د شنبې په ورځ د امربالمعروف وزير خالد حنيفي په میدان وردګ ولایت کې يوې غونډې ته ويلي، چې د «شريعت» عملي کول يې سره کرښه ده او له خلکو يې غوښتي، چې په ټولنه کې قانون ته غاړه کېږدي.

خالد حنفي د امربالمعروف د نوي قانون او د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره ان ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف په قانون کې د ښځو او نجونو ترڅنګ پر رسنيو او نورو ټولنیزو مواردو پراخ محدودیتونه هم لګول شوي او ان په کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

دغه قانون بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او غندل شوی دی.

کرزی: مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۳ تلین په مناسبت ویلي، چې مسعود د خپلې مبارزې او د خلکو د بسیج کولو له امله په یوه مخکښ جهادي شخصیت بدل شوی و. کرزي په اېکس کې لیکلي: «مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.»

له دې سره، د ملي پخلاینې شورا مخکینی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په همدې مناسبت وایي، چې احمد شاه مسعود د سیاسي او نظامي کړنو ترڅنګ د یوه ثابت قدمه، اعتدال پلوي، له تعصب، کرکې، تاوتریخوالي او کینې څخه د پاک شخص په توګه ثبت شوی دی.
د نوموړي په وینا، مسعود د افغانستان له قومي او مذهبي تنوع او خلکو څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله، چې د افغانستان خلک د ملي‌ او ولسي‌ ګټو په محور سره را ټول کړي.
د یادولو وړ ده، چې د وږي اتلسمه د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له ۲۳ تلین سره برابره ده.

100%


د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني وایي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو الهام واخیستل شي.
یاد ګوند د رباني له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي : «نن چې افغانستان بیا ځلې له ناورینونو، کړاوونو او د افراطیت له هجوم سره مخ دی، د نورو وختونو په پرتله اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو څخه الهام واخیستل شي.»
د نوموړي په وینا، د احمد شاه مسعود او د هېواد د نورو (شهیدانو) د ارمانونو د پوره کولو یوازینۍ لار اتفاق او اتحاد دی، چې د افغانستان خلک له همدې لارې کولی شي خپلو حقونو، سولې او ارامۍ ته ورسېږي.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر او پخوانی جهادی قومندان احمد شاه مسعود ۲۳ کاله مخکې د وږي په اتلسمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
دا برید چې په افغانستان کې لومړنی ځانمرګی برید بلل کیږي، د هغو دوو عربو بریدګرو له خوا چې ځان یې خبریالان معرفي کړي و، تر سره شو.
احمد شاه مسعود د دوست محمد خان زوی، د ١٣٣٢ کال د وږي په ۱۱ مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې په پنجشیر کې پیل کړې.
مسعود تر هغه وروسته په جهادي شخصیت بدل شو، چې د شوروي ځواکونو پر ضد یې جهاد پیل کړ.
د جمهوریت په رامنځته کېدو سره پخواني حکومت نوموړي ته د اتل نوم ورکړ او د وږي په اتلسمه به په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وه.

سرچینې: یو طالب قوماندان په تخار کې ورزشي لوبغالی غصب کړی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د تخار سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د طالبانو د «ليزري قطعې» قومندان عبدالبصیر فیضاني په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو ورزشي لوبغالی غصب کړی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قوماندان د ښاروالۍ اړوند ځمکه د فوټسال ميدان جوړ کړى او لوبغاړو ته يې په کرايه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو قومندان اوس ورزشکارانو ته د یو ساعت لوبې لپاره د فوټسال لوبغالی په ۷۰۰ افغانیو کرایه کوي او د ورځې شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ ګټي.

100%

د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ يو شمېر لوبغاړي وايي، چې له لسو کلونو راهيسې په دې لوبغالي کې تمرين کوي او د فوټسال یاد لوبغالی له تېرو دوو اونيو راهيسې فعال شوى او د ورزش لپاره يې د طالبانو قوماندان ته پيسې ورکوي.

لوبغاړي وايي، وروسته له هغه چې د فوټسال لوبغالی فعال شو، د لوبغالي شاوخوا ته د لوبې کولو اجازه نه نشته.

سرچینې دا هم ویلي، چې عبدالبصیر فیضاني د فوټسال لوبغالي شاوخوا کې دیوال جوړوي.

تر دې وړاندې هم په تخار کې د طالب چارواکو له لوري د دولتي ځمکو د غصب راپورونه ورکړل شوي دي.

خیبرپښتونخوا کې په مخامخ ډزو او چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او درې ټپیان دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا سوېلي وزیرستان په واڼه کړېکوټ سیمه کې د جمیل په نوم د یوه قومي مشر په موټر چاودنه شوې چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان دي. لکي مروت کې هم دوه وروڼه او واڼه کې یو تن په ډزو وژل شوی.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وږي ۱۸مه) راپورونه خپاره کړي چې د سوېلي وزیرستان واڼه په کړېکوټ سیمه کې د یوه قومي مشر جمیل په موټر د سړک غاړې ماين چاودلی چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان شوي.

ویل کیږي، ټپیان نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې دوه وروڼه نا څرګندو وسله والو په مخامخ ډزو وژلي، ویل کیږي دغه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وو، خو خپله دغه غورځنګ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې په اړه وسله والو ډلو لا څه نه ویلي،

د سوېلي وزیرستان د واڼه بازار په څنډو کې د اسماعیل په نامه یو بل کس هم وسله والو په ډزو وژلی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د دغو ټولو پېښو خبرونه پولیسو تایید کړي او ویلي یې دي چې د دوی څېړنې روانې دي او په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات هم روان دي.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې نا امني ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او اوسیدونکي یې حکومت د امن په راوستو کې پاتې بولي، خو د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي چې امن ژر ټینګ کړي.