• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کمالا هریس د کمپاین دفتر وايي، له طالبانو سره د ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د کمالا هریس د کمپاین مرکزي دفتر وايي، له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو. دغه مرکزي دفتر وویل چې دغه جوجاړي د بایډن ادارې ته له افغانستانه د یوه کړکېچن، خطرناک او ملا ماتونکي ایستلو لپاره ضرب الاجل کېښود.

د کمالا هریس دفتر وايي چې دغه «ناشونی» ضرب الاجل د دې لامل شو چې د بایډن - هریس اداره د منظم وتلو لپاره بې پلانه شي.

د کمپاین مرکزي دفتر ویلي، له افغانستان سره د ټرمپ چلند د هغه د بهرنۍ تګلارې یوه بېلګه ده چې امریکايي پوځیان یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د کمالا هریس د کمپاین د ملي امنیت ویاندې مورګن فنکلسټین، سي بي ایس نیوز ته وویل، «ټرمپ په بې شرمۍ سره د ولسمشر په مرستیال برید کوي ځکه چې هغه هیله لري چې هیواد غولوي چې د هغه خپلې کړنې سرتیرو ته زیان رسوي.»

د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

مورګن فنکلسټین وویل،«ډونالډ ټرمپ غوښتل چې د سپټمبر د ۱۱څخه څو ورځې مخکې طالبان کمپ ډیویډ ته راولي.»

په وروستیو اوونیو کې، د ټرمپ کمپاین او په کانګرس کې د هغه ملګرو د افغانستان سقوط له یادلو کار اخیستی ترڅو په هریس باندې نیوکې وکړي او د وتلو په وروستیو ورځو کې د ځانمرګي برید خبره کته پورته کوي.

ورته مهال، د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دیموکراتانو دا څېړنې په دوامداره توګه رد کړې، او ټینګار کوي چې دا څېړنې نه شي کولای چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د وتلو تړون چې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لاسلیک شو، چې د بایډن په مشرۍ د افغانستان د سقوط لپاره یې شرایط برابر کړل.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې کمالا هریس له ډونالډ ټرمپ لږ مخکې ده.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ ترسره شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غور کې د دریو ښځو په ګډون اوه تنه له «کوره د تېښتې او زنا» په تور په دورو وهلي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې یې درې ښځې له کوره د تېښتې په تور او څلور نارینه یې د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۸مه) په یوه خپره پاڼه کې ویلي، چې په غور ولایت کې یې درېیو ښځو ته له کوره د تیښتې په تور او څلورو نارینه وو ته د «زنا» په تور په عام محضر کې سزا ورکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوه تورن کسان یې ۳۹ دورې وهلي او ۳ـ۳ کاله بند سزا یې ورکړې او دوه تورنو کسانو ته یې ۴ـ۴ کاله بند او ۳۹ دورې وهلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه تورنه ښځه یې ۳۹ دورې وهلې او یو کال بند او دوه نورې تورنې ښځې یې ۲۹ـ۲۹ دورې وهلې او څلور څلور میاشتې بند سزا یې ورکړې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یادو کسانو یې دغه حکم د یادې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته پلی کړی دی.

طالبانو تېره ورځ هم میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې دوه نارینه وو ته د «لواطت» او دوه ښځو ته له کوره د تیښتې په تور په عام محضر کې سزاګانې ورکړې وې.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونه د طالبانو له لوري په عام مضر کې د سزاګانو ورکولو ته غبرګونونه ښودلي خو طالبان نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.

طالبان وايي، غواړي په دې کار سره شریعت پلی کړي.

طالبانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون جوړ کړ

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۸ GMT+۱

طالبان وايي، د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د امکاناتو او توکو له کموالي سره مخ دي او نړۍواله ټولنه دې مرسته ورسره وکړي. طالبان وايي، په افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق کچه صفر ته راټيټه کړې ده.

طالبانو د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمیسیون د جوړېدو او پرانیستې خبر ورکړ.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمیسیون کې د طالبانو نږدې ټول وزیران ګډون لري.

طالب چارواکي وايي، نړۍوالو له نشه‌یي توکو سره د مبارزي په برخه کې یواځې پرېښې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، نشه‌يي توکي د افغانستان او نړۍ تر منځ پر اړیکو منفي اغېزې کوي.

نوموړي زیاته کړي: «نشه‌یې توکي که په هیواد کې دننه تولیدیږي یا له بهر راځي، باید مخه یې ونیول شي. د نړۍوالو سره د افغانستان د ولس او نظام پر اړیکو منفي اغېزه کوي، دا یوه نړۍواله موضوع ده او باید کورنۍ موضع نه شي.»

همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب د یاد کمیسیون جوړښت ستاينه کوي خو وايي، نړۍوالو په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه سر ته نه دی رسولی .

د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکو پروړاندي د مبارزې کمیسیون د پرانستنې په لومړنۍ ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزي لپاره د وسایلو او توکو له کموالي سره مخ دي.

نوموړي په دې برخه کې له نړۍوالو د مرستې او د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصون غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق کچه صفر ته نږدې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم ډیر سخت زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له نړۍوالې ټولنې‌ غواړو چې د نشه‌يي ‌توکو په له منځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.»

همداراز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار وايي، په تېرو دریو کلونو کېد نشه‌يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي چې په اړه یې ۲۰زره شکمن کسان نیول شوي، ۱۴۵۰ د بېلابېلو نشه‌يي توکو د تولید کارخونې له منځه تللې، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷۰۰۰ هکتاره ځمکه له نشه‌يي توکو پاکه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو څو میاشتې وروسته دغې ډلې د تریاکو پر کښت او نشه‌يي توکو پر کاروبار او قاچاق بندیز ولګاوه.

په لندن کې شپږو سیاسي بهیرونو له طالبانو وروسته د افغانستان لپاره خپل پلان وړاندې کړ

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۱

په کمبریج پوهنتون کې د افغانستان د وضعیت د بیا کتنې کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان د راتلونکي لپاره د سیاسي بهیرونو په تګلاره بحث وشو. دغه کنفرانس د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۳م تلین په مناسبت د سپټمبر په شپږمه او اوومه د موزایک بنسټ په نوښت جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې شپږو سیاسي بهیرونو د طالبانو ضد پخواني قوماندان احمدشاه معسود څخه په الهام د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام لپاره خپل پلانونه وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د یوه ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا بهیر، د افغانستان د ازادۍ جبهې، د افغانستان فدرالي غوښتونکو شورا، د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا، د افغانستان د وګړو ګوند او د نهضت اعتماد ملي د افغانستان لپاره د راتلونکي نقشې په اړه په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دې غونډې تنظیموونکي زلمي نشاط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زموږ هدف دا دی چې له طالبانو وروسته د نظام لپاره پلانونه او بېلابېلې نقشې راټولې کړو.»

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې، موږ د خبرو اترو له لارې د افغانستان د خلکو لپاره د یوې جامع او د منلو وړ لار نقشې په لټه کې یو.»

د افغانستان د موزایک بنسټ مشر په دې غونډه کې په افغانستان کې د يو نا متمرکز نظام پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

د ده په وینا، ځکه چې مرکزي نظام په تېرو ۱۲۰ کلونو کې د هېواد ستونزو ته ځواب نه دی ویلی.

په دې غونډه کې د سیاسي بهیرونو د استازو او پخوانیو حکومتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د چارو مشهورو څیړونکو او کارپوهانو هم ګډون درلود.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژې به ژر پیل شي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، اوسپنې پټلۍ، ټاپ او نوري فایبر پروژې به ډیرې ژر پرانیستل شي. د وزارت په وینا، د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو د چمتووالي کمیسیون لومړۍ ناسته د شنبې په ورځ وکړه.

په دغه کمیسیون کې چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت کوله د طالبانو د امنیتي ادارو، د ټولګټو وزارت، اطلاعاتو او کلتور، د کانونو او پټرولیم وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت، برېښنا شرکت او طالبانو عمومي ویاند ګډون درلود.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژې په راتلونکو څو ورځو کې د یو لړ مراسمو پر مهال پرانیستل شي.

د دغو پروژو د پیل کولو د څرنګوالي په موخه د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي تېره اوونۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان - ترکمنستان پولې ته څېرمه ولیدل او په دې اړه یې خبرې کړې.

د ټاپي پروژې پيل د ترکمنستان یو له لومړیتوبونو څخه دی. دغه هیواد غواړي خپلې انرژۍ ته په سویلي اسیا کې بازار پیدا کړي او د دغه کار لپاره د افغانستان له لارې له سوېلي اسیا سره وصل شي.

طالبانو په جاغوري کې د خلکو پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۸ GMT+۱

په جاغوري کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د غزني د دې ولسوالۍ د کلیو استازو ته امر کړی، چې که اوسیدونکي له جاغوري یا غزني څخه بل ځای ته ولاړ شي او یا له نورو سیمو څخه جاغوري ته راشي، باید له طالبانو څخه ځانګړې اجازه ترلاسه کړي او تضمین ورکړي.

په دغه لیک کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو پولیسو کلیوالو ته امر کړی، چې هر څوک چې جاغوري ته ننوځي باید د کلي له مشر، د جومات ملا امام او د کور له خاوند څخه ضمانت ورکړي.

همدا راز، هر هغه څوک چې کډه کوي باید د «کډې د لیږدولو فورمه» له طالبانو واخلي.

دغه فرمان د وږي په ۱۲مه د جاغوري ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قوماندان محمد خالد صلاح الدین ایوبي لاسلیک کړی او په کې ویل شوي چې د سرغړونې په صورت کې د کلي عمومي مشر او د کلي استازي مسوول دي.

په لیک کې راغلي: «هر څوک چې له یادې شوې ولسوالۍ د ولسوالۍ بېلابېلو سیمو یا ولایت ته کډه کیږي باید د اصولو پر اساس دغه کار وکړي.»

د طالبانو د اصولو له مخې، هر څوک چې غواړي د جاغوري له یو کلي څخه کډه وکړي، د امنیه قوماندان او د سیمه ییزو پولیسو د قوماندانۍ له منظورۍ وروسته، د کلي د مشر او ساحوي پاسپورټ فورمې په تصویب سره د کډه کولو فورمه ورکول کیږي.

ظاهراً دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په یو رسمي لیک کې د یوې ولسوالۍ له خلکو غوښتل کیږي چې د کډه کولو په وخت کې باید د طالبانو اجازه ولري. لا څرګنده نه ده چې دا امر یوازې د جاغوري ولسوالۍ کې شوی یا د هېواد نورو ولسوالیو کې هم پلي کیږي.

د افغانستان د پخواني اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د هېواد په هره برخه کې د امنیتي چارواکو له اجازې پرته ژوند وکړي. د افغانستان د اساسي قانون د ۳۹مې مادې له مخې، هر افغان حق لري چې د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي او د استوګنې ځای ونیسي، پرته له هغو سیمو چې د قانون له مخې منع شوي دي.