زلمی رسول: په لندن کې د افغانستان سفارت د سپټمبر په ۲۷ مه په رسمي توګه تړل کیږي

په برېتانیا کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر زلمي رسول ویلي، چې په لندن کې د افغانستان سفارت د سپټمبر په ۲۷مه په رسمي توګه تړل کیږي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.