• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ځانګړې استازې پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کېدو ډډه وکړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا استازې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا انتقادي غونډې ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي. رینا امیري وویل چې د طالبانو په چلند کې باید «ژور بدلون» راشي.

رینا امیري وویل، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ختمول او د افغانانو حقونو ته درناوی د افغانستان د راتلونکي ګډې موخې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په څنډه کې وکړې.

په دې ناسته کې هېوادونو د طالبانو د امربالمعروف پر قانون سختې نیوکې وکړې. د جرمني استازي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او نه دی بدل شوی.
رینا امیري له دې مخکې ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د افراطي تګلارو د پای ته رسولو په شرط وي.

هغې تېره اوونۍ هیل ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارې لکه د دغې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر به بالاخره د طالبانو د نسکورېدو لامل شي.
په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګری دی، د طالبانو استازی د سفیر او د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

امریکا وايي، هیڅکله یې داسې نه ګڼله چې د اشرف غني حکومت دې په ۱۱ ساعتونو کې ړنګ شي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس د یو نوي راپور په غبرګون کې چې نوی ېې خپور کړی وايي، په ټولو ارزونو کې یې داسې وړاندوینه نه وه کړې چې د اشرف غني حکومت دې داسې ژر ړنګ شي.

د دغه وزارت په وینا، اشرف غني له سقوطه یوه ورځ مخکې بلېنکن ته ویلي و چې تر مرګه به جنګېږي.
په هغه وینا پاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، راغلي چې د افغانستان له سقوطه یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو جارو وزیر انتوني بلېنکن له اشرف غني سره په ټلیفون غږېدلی و.
ښاغلي غني ورته ویلي و، چې «تر مرګه» جګړې ته چمتو دی او نه پرېږدي چې افغانستان د طالبانو لاس ته ورشي؛ خو یوه ورځ وروسته له افغانستانه ووت.
په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي وايي، پرته له کوم شرطه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ‌وتلو دې ته لاره هواره کړه چې د افغانستان پخوانی رژیم ړنګ شي.

د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر مایکل مکال تېره ورځ سي بي اېس شبکې ته ویلي و، چې د بایډن حکومت د افغانستان شرایطو ته په نه پاملرنې له هغه هېواده خپل ځواکونه واېستل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۱ کال د اکسټ تر ۶مې ټول ولایتونه په خپل واک کې لرل؛ خو د یوې اونۍ په ترڅ کې ټول ولایتونه سقوط شول او (د اګست په ۱۵مه) د اشرف غني له وتو سره سم طالبان کابل ته د ورننه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس له راپور سره همغږی دی، چې د دوحې تړون د طالبانو له بري سره مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت هم دغه تړون نیمګړی بولي، ځکه د افغانانو تر منځ یې خبرې اترې ګډې وډې کړې او «طالبانو یې دومره ځواکمن کړل، چې په تېرو ۲۰ کالو کې هومره نه و ځواکمن شوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سنتکام د قوماندان جنرال مکنزی له قوله ویلي، چې «د دوحې تړون لاسلیکولو د افغانستان پر دولت او د هغه هېواد پر ځواکونو ډېر منفی اغېز پرئویستی و.»
دغه وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو او اغېزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستانه د ځواکونو وتل «اسانه» چاره نه وه او دغه څه د ټرامپ له حکومته بایډن ته په میراث پاتې شوي و.
د امریکا کانګرس بایډن په دې تورنوي، چې د پوځي کارپوهانو او د امریکا له نورو بنسټونو سره یې له سلا مشورو پرته په ځانته سر له افغانستانه د ځواکونو د اېستو پریکړه کړې وه؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کوي، چې ولسمشر بایډن د امریکا د خلکو ګټو ته په کتو، د امریکا ډېره اوږده جګړه پای ته ورسوله.
دغه وزارت د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو تورنوي او وايي:« دغه ناسم اطلاعات د دې لامل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غیر سیاسي کارکوونکو شهرت او نوم ته زیان ورسوي.»

د افغانستان استازی: طالبانو د منځنیو پیړیو په قوانینو سره افغانستان له نړۍ جلا کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د دوشنبې په ورځ وویل چې طالبانو په افغانستان کې د جبر او جنسیتي توپیر پر بنسټ یو رژیم جوړ کړی. نصیر اندېشه وویل، طالبانو د منځنیو پیړیو په قوانینو سره افغانستان له نړۍوالې ټولنې جلا کړی.

په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیر اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا استازو ته وویل چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د دوحې د هوکړې برعکس خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

اندېشه زیاته کړه، «طالبانو په عمل کې وښوده چې افغانستان ته یې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ورتګ په مخنیوي او د امربالمعروف وزارت د منځنیو پیړیو قوانینو په رڼا کې هېواد له نړۍوالې ټولنې جلا کړی دی.»

د اګسټ په وروستیو کې طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ دغه هېواد ته له ورتګ منعه کړ.
اندېشه په دې باور دی چې د طالبانو د حساب ورکولو او د دوحې تړون ته د هغوی د ژمنتیا لپاره د نړۍوالې ټولنې د تګلارې لومړی پړاو بې ګټې و او «طالبانو د هر ډول جوړجاړي او د شرایطو د ښه والي لپاره لاره تړلې ده.»

افغان استازي ویلي، چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره، سره دغې ډلې په خوندي توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
اندېشه د دوحې درېيمې غونډې او په دې سرمشريزه کې د ښځو او مدني ټولنې نه ګډون ته په اشارې سره وويل: «افغان ولس د افغانستان د حالاتو په اړه د نړۍوالې ټولنې د بې غورۍ په اړه ژوره اندېښنه لري. »

په تخار کې د طالبانو د یوه چارواکي اقرار: له یوې ښځې سره مې «زنا» کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته يوه ويډيو رسېدلې، چې د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانۍ جنایي امر قاري سمیع الله اعتراف کوي، چې له واده پرته یې له یوې ښځې سره يې جنسي اړیکې لرلې. په یوه جلا ویډیو کې د دغه طالب چارواکي له یوې ښځې سره د جنسي اړیکو شېبې لیدل کېږي.

دغه طالب چارواکی په اعترافي ويډيو کې وايي، چې د ينګي قلعه اوسېدونکی او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ جنايي امر دی.

هغه وايي، چې له يوې نيمې مياشتې راهيسې له دغې ښځې سره اړيکې لري او درې ځلې يې په فرخار کې ور سره ليدلي دي.

هغه د یو کس د پوښتنې په ځواب کې چې ترې څېړنې کوي، وايي سهار شاوخوا اته بجې يې ورته زنګ وواهه او د ملاقات وخت يې ورکړ.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې له هغې او یوې بلې ښځې سره یې په داسې ځای کې ډوډۍ خوړله چې نه پوهېده یو رستورانت دی او بیا یې له هغې سره «زنا» او «شونډې ښکلول» کړې دي.

دغه ويډيو، چې د ځايي اوسېدونکو له خوا په پټه اخیستل شوې لیدل کېږي، چې دغه سیمه ییز طالب چارواکی د کوکچه رستورانت بهر په یوه ځای کې یوه ځوانه ښځه په غېږ کې نیسي او بیا «زنا» ورسره کوي.

د تخار ولایت اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې قاري سمیع الله د چهارشنبې په ورځ د وږي د میاشتې په اوومه نېټه د فرخار ولسوالۍ په کوکچه رستورانت کې د ځايي خلکو له خوا له يوې ښځې سره د لیدنې پرمهال ونیول شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو دغه سيمه ييز مسوول اوس د دې پېښې په تړاو له دوو مېرمنو سره د يادې ډلې په زندان کې دى.

د تخار ولایت اوسېدونکي وايي، طالب چارواکو له خپل دولتي واک او شتمنۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې او دوی ډېرو ودونو او له واده بهر غيرې قانوني اړيکو ته يې لاره هواره کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان پر اتباعو په پراخه کچه سخت بندیزونه لګولي دي.

دا وزارت د سختو او افراطي قوانینو په پلي کولو سره د خلکو ټولنیز او شخصي ژوند په کلکه کنټرولوي.

تر دې مخکې هم پر طالب چارواکو تورونه وو، چې په ځوانو ښځو او هلکانو جنسي تېري کوي.

د دغو چارواکو له ډلې څخه ځینې یې له محاکمې او حساب ورکولو پرته په دولتي تاسیساتو کې ژوند کوي؛ خو د طالبانو ستره محکمه هره ورځ د افغان اتباعو د مجازاتو په اړه په بېلا بېلو تورونو، د وهلو او لنډ، منځني او اوږدمهاله بند په اړه خبرونه خپروي.

ریچارډ بېنېټ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، چې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تر پښو لاندې کولو سره د ۱۹۹۰ لسیزې ناوړه شرایطو ته ستانه شوي دي.

ریچارډ بېنېټ د دغې شورا له غړو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپله ۵۷مه غونډه د سویس په جنیوا کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه کړه.

د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د طالبانو د ډلې ژبه او کړنې یو شان شوې دي او دغه ډله هېڅ ډول متضاد فکر او چلند نه زغمي.

ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي، ژبني او مذهبي اقلیتونو لپاره خورا محدود دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د طالبانو په اړه د نوي قانون جوړېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د طالبانو د ډلې کړنې به په ټولنه او راتلونکي نسلونو اغیز وکړي.

هغه وویل: «په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني اقلیتونه د تاوتریخوالي له یوې نوې څپې سره مخامخ دي. دوی نه شي کولی له خپل هویت څخه ګټه واخلي یا خپل هویت څرګند کړي.»

ریچارډ بېنېټ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو او لویانو د وضعیت، د فزیکي مجازاتو د تطبیق او د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بېنېټ په افغانستان کې له اوسنیو حالاتو سره سم پر ځواب ورکونې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مجازاتو او حساب ورکونې نشتوالي طالبان زړور کړي دي.

اروپايي ټولنه: د امربالمعروف قانون پر ښځو یو بل ګوزار دی، موږ یې نه شو زغملی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د افغان ښځو او نجونو حقونو ته یو بل «جدي ګوزار» دی او اروپايي ټولنه یې نه شي زغملی. دغه اتحادیې ویلي، چې دغه قانون د افغانانو پر ژوند سخت بندیزونه تاییدوي او پراخوي.

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل: «موږ به د بشري حقونو او ډېموکراتیکو اصولو تر پښو لاندې کولو پر وړاندې محتاط واوسو، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې استبدادي رژیمونه دا نړۍوال ارزښتونه ګواښي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابو شرایطو او پر افغان ښځو او نجونو د سختو بندیزونو لګولو ته په پام اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

د اتحادیې په اعلاميه کې راغلي: «له همدې امله موږ په دې مجلس کې په افغانستان کې د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو لپاره د یوه پرېکړه لیک وړاندیز کوو.»

اتحادیه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا رامنځته شوي شرایط، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار سخت بندیزونه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا «بشپړې پاملرنې» ته اړتیا لري.

په ۱۴۰۰ لمزیز کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو کلک بندیزونه لګولي، چې دغې چارې د نړۍوالو او کورنیو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.