• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: ترکیه دې د ظرفیت لوړونې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوی؛ خو نړۍوال په چاپېریالي مسایلو کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.

نوموړي په چاپېریالي مسایلو کې له ترکیې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص تېره ورځ د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې نړۍوال په چاپېریالي مسایلو کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.
نوموړي ویلي، بې وخته بارانونو، طبیعي پېښو او د خطرناکو سېلابونو له امله افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیانمن شوی دی.
ښاغلي خالص له ترکیې څخه د چاپېریالي موضوعاتو، تکنالوژۍ او ظرفیت لوړونې په برخو کې د ګډو همکاریو او هوکړه لیکونو د لاسلیکولو غوښتنه کړې.
په خبرپاڼه کې د ترکیې د سفیر له قوله لیکل شوي، چې نوموړي له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د خپل هېواد ملاتړ یې څرګند کړ.
طالبانو له ترکیې څخه په داسې حال کې د چاپېریالي مسایلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې، چې په روان کال کې د بې وخته ورښتونو، طبیعي پېښو او سېلابونو له امله زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله د لسو زیاتو زیانمن شویو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي