• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د باران ورېدو له امله د درېیمې ورځې لپاره هم د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه ځنډېدلې ده

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ د لوبې د تبصره کوونکي انډریو لیونارډ له قوله راپور ورکړی، چې په درېیمه ورځ هم په ګرېټر نویډا کې شړکنده باران ورېږي او د نن لپاره هم لوبه وځنډېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان او نیوزیلنډ تر منخ د یواځینۍ ټېسټ لوبې د تبصره کوونکي انډریو لیونارډ څرګندونې خپرې کړې دي.
ښاغلی لیونارډ وايي، له بده مرغه چې نن درېیمه ورځ هم د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ یواځینۍ تاریخي ټېسټ لوبه نه ترسره کېږي.
نوموړی وایي، په ګریټر نوېډا لوبغالي کې د زورور باران د ورېدو له امله د نن لپاره لوبه لغوه شوې ده.
لیونارډ په خپلو خبرو کې وویل، چې د لوبې د پیلېدو په اړه څلورمه ورځ سبا سهار اته بجې به لوبڅاران خپله پرېکړه کوي.
تمه وه، چې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ یواځینۍ ټېسټ لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د دوشنبې په ورځ پیل شي؛ خو په ګرېټر نوېډا کې د ورښتونو له امله درې پرله پسې ورځې دغه لوبه ځنډېدلې ده.
تېره ورځ د افغانستان کرېکت بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې هندوستان کې یې د دغه لوبې تر سره کېدو لپاره د بیېګلور، کانپور او ګرېټر نوېډا لوبغالو کې د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه؛ خو د هندوستان دوه لوبغالي د کورني کرېکټ له امله بوخت ول او دغه هېواد ورته د ګرېټر نوېډا لوبغالی وټاکه.
د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ د یواځینۍ ټېسټ لوبه د درېیو ورځو لپاره د سر پر سر لغوه کېدو له امله د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مینه‌وال سخت خواشیني کړي دي.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۳

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي