پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له منظور پښتین سره د خبرو اترو پرېکړه کړې

پاکستاني رسنۍ وايي، تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په کچه پرېکړه شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره به خبرې اترې کوي. د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ ایالتي کابینې دغه پرېکړه کړې.