پاکستاني رسنۍ: باجوړ او مومندو ولسوالۍ کې چاودنې او ډزو دوه امنیتي کسان وژلي دي

د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې نن له غرمې مخکې د خیبرپښتونخوا مومندو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یو عسکر وژلی. د دې تر څنګ د باجوړ په سالارزو کې وسله والو د پولیو یو امنیتي پولیس په ډزو وژلی او یو یې ټپي کړی.