• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو دوام؛ په دوو جلا بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د کورمې په سره خاوره سېمه کې وسلوالو د پولیسو په پوسته برید کړی چې درې پولیس یې وژلي او ۱۳ نور ژوبل شوي. هاخوا د بنو په ډومېل سیمه کې وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (وږي ۲۲مه) په خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو پر دوام ویلي، چې تېره شپه د کورمې په سره خاوره سېمه کې وسلوالو د پولیسو په یوه پوسته برید کړی چې په دغې نښته کې درې پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي.
د کورمې پولیسو رسنیو ته ویلي، چې دغه برید د «۱۵۲ وینګ» پر پولیسو شوی او پولیسو هم له وسله والو سره سخته جګړه کړې ده.
خو په خبرونو کې دا نه دي ويل شوي، چې په دغې جګړه څو تنه وسله وال وژل شوي.
هاخوا د بنو په ډومېل سیمه کې وسله والو بیا یو پولیس په ډزو وژلی دی.
تر اوسه پورې د دغو دواړو بریدونو په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي او نه یې مسوولیت اخیستی.
بل پلو په سیمه کې خبریالان وايي، چې وړمه ورځ د خیبرپښتونخوا د لکي مروت پولیسو په دغې ولسوالۍ د پوځ په وړاندې احتجاج کړی چې نن درېیمه ورځ ورسره د ډېره اسماعیل خان پولیس هم یو ځای شوي او هغوی هم وايي، چې دوی د خپلو سیمو په چارو کې خپلواکي غواړي او په دې سره غواړي په خپلو سیمو کې امن راولي.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او نورو حکومتي بنسټونو د پولیسو د داسې احتجاج په اړه په رسمي ډول لا څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې ځينې قومي مشران او پوځي افسران د دغې موضوع د حل لپاره هڅې کوي

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي