• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني یو ځل بیا د ملګرو ملتونو استازي ته د دې ډلې د کارکوونکو د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال جيل مشاو او په کابل کې د دغه سازمان د امنيت مسوول انډريکا راټ واټ سره په کتنه کې د دوی د کارکوونکو د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ.

حقاني په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان پر غړو سربېره د بل هر مرستندویه بنسټ کارکوونکي په ډاډمن خپلو فعالیتونو ته دوام ور کولی شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي مشاو ویلي دي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستيال له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړې دي.
سراج الدین حقاني په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي، چې تر دې مخکې د امریکا، برېتانیا، جرمني، روسیې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي و، چې د افغانستان د ناسم امنیتي وضعیت له امله دې هېواد ته سفر نه کوي.
څه موده وړاندې پنټګان هم منلې وه، چې په افغانستان کې اوسمهال بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت لري.
له دې سره سره، په تېرو درېیو کلونو کې د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان په وار - وار له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د تروریزم د خپریدو د ګواښ خبرداری ورکړی دی.
د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان عمومي منشي ایمانګلي تسماګامباتوف ویلي و، چې افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي