• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش وايي، په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په اړه چوپتیا د منلو نه ده

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په غزه کې د هغه سازمان د کارکوونکو د وژنې په اړه چوپتیا د زغملو وړ نه بولي او په دې برخه کې یې د اغېزمنې څېړنې غوښتنه کړې ده.

انتونیو ګوترېش وویل، په غزه کې شاوخوا ۳۰۰ مرستندویه کارکوونکي چې دوه پر درېیمه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي وو، وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل:« موږ محکمې لرو؛ مګر موږ ګورو چې د محکمو پرېکړو ته درناوی نه کېږي او دغه څه د ځواب ورکولو په برخه کې یو ډول چوپتیا ده، چې په بشپړه توګه د منلو نه ده او جدي غبرګون ته اړتیا لري.»

همدارنګه نوموړي وویل، هغه څه چې په غزه کې تېرېږي ورته د منلو نه دي.
د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييل او حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې غزه د مرستندويه کارکوونکو د فعاليت لپاره يو له ټولو خطرناکو ځايونو څخه بلل کېږي.
په وروستۍ پیښه کې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې اعلان وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په دوو هوايي بریدونو کې د دوی شپږ کارکوونکي ووژل شول.
د حماس چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
تر دې مخکې د اسراییل پوځ اعلان کړی و، چې د غزې په مرکز نصیرات سیمه کې یې د حماس د قوماندې او کنټرول پر یوه مرکز برید کړی دی.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله