• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: د پاکستان په سند ایالت کې د زورورو سېلابونو له امله ۱۳۰۰ ښوونځي تړل شوي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

یونیسف د یوه راپور په خپرولو سره د پاکستان په سند ایالت کې د هغه ۲۳۰ زره ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د سېلابونو له امله ښوونځیو ته له ورتګه په کورونو کې پاتې دي. یونیسف ویلي، چې په سند ایالت کې ۲۲۸ ښوونځي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوه راپور په خپرولو سره د پاکستان په سند ایالت کې د موسمي ‍ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د ښوونځیو د بندېدو له امله خواشیني ښودلې ده.
د یونیسف په راپور کې ویل شوي، چې دمګړۍ د پاکستان په دغه ایالت کې د ۲۳۰ زره زده‌کوونکو ښوونځي د سېلابونو له امله تړل شوي دي.
یونیسف په پاکستان کې د اقلیمي بدلون له امله د ښوونځیو د بندېدو او ویجاړېدو په برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
یونیسف په خپل راپور کې ویلي، څه باندې ۱۳۰۰ ښوونځي زیانمن شوي چې ۲۲۸ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
یونیسف د سند ایالت د پوهنې ادارې د تازه معلوماتو له مخې ویلي، چې له ۴۵۰ څخه زیات ښوونځي د ولاړو سېلابي اوبو له کبله تړل شوي او د ماشومانو پر زده‌کړو یې اغئز پرې ائستی دی.
په پاکستان کې د یونیسف استازی عبدالله فادیل وايي:«د تودوخې له څپو څخه تر سېلابونو پورې، ماشومان په مکرر ډول د اقلیمي بدلون له امله له زده‌کړو پاتې کېږي. پاکستان، چې لا له وړاندې په تعلیمي برخه کې له بېړني حالت سره مخامخ دی ۲۶.۲ مېلیونه ماشومان له ښوونځي څخه بهر دي او له دې امله زیانونه زغمي.»
نوموړی زیاتوي:«زموږ هیله دا ده، چې د باران اوبه په چټکۍ سره کمې شي او ماشومان بېرته خپلو ټولګیو ته ستانه شي. زموږ وېره دا ده، چې د ښوونځي اوږد مهاله بندېدل د ماشومانو لپاره د بېرته راستنېدو احتمال کموي.»
د یونیسف په راپور کې ویل شوي، چې د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې، مون سون په ټول ایالت کې د ۷۶ تنو ژوند اخیستی، چې نیمایي یې ماشومان او ښځې دي.
د سیندونو څپو د پاکستان په سوېل کې ځیني کورونه ډوب کړي او په ۱۰ ناورین ځپلو ولسوالیو کې یې ۱۴۰۰۰۰ ماشومان او کورنۍ بې‌ځایه کړي دي.
سند د ۲۰۲۲ کال د ویجاړوونکي سېلابونو په بهیر کې ترټولو اغېزمن ایالت و، چې د روغتیا او تعلیمي تاسیساتو په ګډون مهمې زېربناوې په یوه شپه کې په بشپړ ډول ویجاړې شوې.
د راپور له مخې، ویجاړې شوې زېربناوې لا تر اوسه په ټپه ولاړې دي.
د یونیسف د راپور له مخې، پاکستان د ماشومانو د اقلیمي خطر سره مخ ۱۶۳ هېوادونو په کتار کې ۱۴ ځای لري او دغه هېواد د اقلیمي بدلون د اغیزو له خورا لوړ خطر سره مخ دی چې د ماشومانو روغتیا، زده‌کړې او راتلونکی په کې له ګواښ سره مخامخ دی.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۴

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۵

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي