• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو هغه پرلت پای ته ورسېد، چې ۵ ورځې وړاندې پیل شوی و

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پولیسو اعتراضیه ناسته او پرلت تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد.

تېره اونۍ د لکي مروت ولسوالۍ پولیسو په چارو کې د خپلواکۍ تر لاسه کولو او په سیمه کې د پوځ د لاسوهنې پر ضد پرلت وهلی و او دا خبرداری یې ورکړی و، چې که غوښتنې یې و نه منل شي؛ نو دوی به خپلو دندو ته حاضر نه شي.
دغه پرلت له هغې وروسته پای ته ورسېد، چې د لکي مروت ولسوالۍ مخورو او قومي مشرانو جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه، چې د پولیسو ټولې غوښتنې به منل کېږي او په راتلونکو شپږو ورځو کې به ټول پوځي کنډکونه له دغې سیمې څخه ووځي.
د دغه پرلت له امله په لکي مروت کې ټولې لارې او بازارونه تړل شوي وو او له امله یې خلکو ته ډېرې ستونزې را ولاړې کړې وې.
دا رنګه جرګې پرېکړه وکړه،چې مرکزي حکومت به په لکي مروت ولسوالۍ کې د پولیسو په شمېر کې د زیاتوالي تر څنګ هغوی ته نورې پرمختللې وسلې او پوځي ګاډي هم په واک کې ورکوي.
جرګه مارو له پرلت کوونکو پولیسو هم غوښتي، چې په لکي مروت کې به ټولې تړلې لارې د تګ راتګ لپاره خوشې کېږي او پولیس به د لارو خوندیتوب ته پاملرنه کوي.
دا رنګه جرګه‌والو د لکي مروت پولیسو ته د مرکزي حکومت له‌خوا د یو لړ امتیازاتو تر څنګ پر دې خبرې هم ټینګار وکړ، چې د پولیسو د روغتیايي خدمتونو لپاره به ډېره پاملرنه کېږي او هغه پولیس چې د دغه پرلت سرلاري وو، هغوی ته به د انظباطي سزاوې نه ورکول کېږي.
جرګې پرېکړه کړې، که د پولیسو غوښتنې و نه منل شوې دوی کولای شي بیا له سره پرلت پیل کړي.
دغه پرلت چې تېره اونۍ پیل شوی و، د لکي مروت پولیسو نیوکه کوله چې دوی په خپلو چارو کې خپلواک نه دي او پوځ د دوی چارې ټکنۍ کړې او په سیمه کې د پوځي کړیو له‌خوا نا امنیو ته لمن وهل کېږي.
خو د پولیسو د دغه اعتراض تر څنګ ولسي خلکو هم پر پوځي کنډکونو او ځواکونو نیوکې کولې، چې ګواکې په سیمه کې د دوی د شته‌والي له امله نا امني زیاته شوې او له سیمې څخه یې د پوځي کنډکونو د اېستلو غوښتنه کوله.
تر اوسه د پاکستان د پوځي سرچېنو له‌خوا په دې اړه څه وضاخت نه دی ورکړل شوی او دا هم مالومه نه ده، چې د پوځ د چارواکو غبرګون به په دې اړه څه وي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي