• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو یو تاجک قوماندان د خپلې ګوښه کېدنې په اعتراض کې، له طالبانو حکومت سره کار پرېښود

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۱

سرچېنې وایي، په فاریاب ولایت کې تاجک ټبره قوماندان عبدالقیوم صداقت له هغه وروسته چې د فاریاب د پولیسو د امنیتي مرستیالۍ له دندې لرې کړل شو؛ نو د طالبانو له ډلې سره یې پرېکون وکړ.

په ظاهره، داسې برېښي چې د هغه پر ځای د بل کس ګومارنه د هغه له نظره د «نفاق او تبعیض» له مخې شوې.
سرچېنو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته داسې سندونه استولي، چې ښيي ښاغلی صداقت له خپلې دندې لرې کړل شوی او پر ځای یې بل کس د ملا حزب الله په نوم ګومارل شوی دی.
هغه ویلي، چې له دوه میاشتو راهیسې یې د دې لپاره چې «عدالت پلی او حق حقدار ته وسپارل شي» نوې دندې ته نه دی تللی.
عبدالقیوم صداقت ته یوه نږدې سرچېنه وايي:« د هغه له نظره، له نفاقه ډکې ګومارنې او د مجاهدینو [طالبانو] تر منځ بې باوري او ګډوډي له دغې ډلې څخه د هغه د بېلېدو لامل دی.»
د هغو سندونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، طالبانو د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې عبدالقیوم صداقت د فاریاب ولایت د امنیتي چارو د مرستیال په توګه ګومارلی و.
له دې وړاندې په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندان صلاح الدین ایوبي هم ویلي و، چې د طالبانو له ډلې جلا شوی دی.
د طالبانو مشر تل په خپلو غړو غږ کړی، چې د ده له اوامرو دې اطاعت وکړي؛ خو په حکومتي څوکیو ځینو ګومارنو د دوی تر منځ اختلافات رامنځته کړي، چې دغه څه ډېرو قوماندانانو ته د منلو نه دي.
پر طالبانو نیوکه کوونکي وايي، چې له دغې ډلې څخه د نورو قومونو د قوماندانانو پرېکون د دغې ډلې تر منځ د ژورو اختلافونو بېلګه ده او وايي چې دغه اختلافونه نن سبا ډېر ژور شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۵

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې