طالبانو په سرپل کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې د زابل ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده. د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تورنه مېرمن په ۳۹ دورو او شپږ میاشتې تنفيذي بند محکومه شوې وه.