• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو چارواکې: ۹۰ سلنه افغان مېرمنې له رواني ستونزو کړیږي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشره سیما باهوس وایي، د یوې ارزونې له مخې ۹۰ سلنه افغان مېرمنې وایي چې له بد رواني وضعیته کړیږي.

نوموړې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د خپلې وینا پرمهال وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف له‌خوا نوی توشیح شوی قانون له ښځو او نجونو څخه غواړي چې خپل ټول بدن او مخونه له کوره بهر او هر ځای پټ وساتي.
هغه وایي، دغه قانون افغان مېرمنې منعه کوي چې په عامه ځایونو کې خبرې ونه کړي.
هغه زیاتوي، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو فرمانونو نه یوازې ښځې او نارینه سره په عامه ځایونو کې جلا کړي؛ بلکې دوی ښځې له نورو ښځو هم ځانته کړې دي.

هغې په ټینګار سره ویلي، چې احتمالي پرمختګونه باید د دې لامل ونه ګرځي چې د افغان مېرمنو حقونه دې پکې معامله شي.
هغه وایي د دوی موندنې ښیي، چې ۸ سلنه مېرمنې وایي داسې نجونې او مېرمنې دوی پېژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.
هغه وایي، ارزونه ښیي چې ۶۴ سلنه مېرمنې په بشپړ ډول له کوره بهر د ناامنۍ احساس کوي چې دغه کچه په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.
هغې وړاندې ویلي، دا یوازې مېرمنې نه دي چې ځورېږي؛ بلکې نارینه کله چې د مېرمنو سره له کوره بهر وځي، هغوی هم ځانونه خوندي نه ګڼي.
نوموړې وایي، په داسې حال کې چې په مېلیونونو افغان مېرمنې او نجونې ښوونځیو ته له تګه منعه شوې، په مېلیونونو افغان هلکان په ښوونځیو کې یوازې هغه زده‌کړې ترلاسه کوي چې د طالبانو له‌خوا تصویب شوې دي؛ خو دوی د دغه نصاب په اړه معلومات نه‌لري.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله