په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې کاریګر مړه شوي دي

په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کاریګر مړه شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کان د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پروت دی.