په کوټه کې د پولیسو پر موټر د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنې په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.