ځايي سرچینې: وزیرستان کې پر یوه جومات برید کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان شوي

ځايي سرچینې وايي، تېر ماښام د سوېلي وزیرستان په سره راغه سیمه کې د وسله والو یوه مرکز ته نږدې پر یوه جومات برید شوی چې یو کس په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي. د سیمې خلکو د بې پيلوټې الوتکې هوايي برید بللی.