• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې افغانان هم شامل وو

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده. رسنیو په راپور کې د هغه افغان قوماندان تصویر هم خپور کړی، چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي، چې دغه وسله د پکتیا له شهرنو څخه کورمې ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، نن له کورمې ولسوالۍ څخه یوې سرچینې وویل، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
شپږ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
د یادولو ده، چې د سیمې اوسېدونکي د سیمه ییزو او ډېورنډ په اوږدو کې د وسله والو شتون د اندېښنې وړ بولي
ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د پاړه چنارـ پېښور او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
په یو شمېر ويډیوګانو کې چې د شیعه مذهبو له لارې خپرې شوې، لیدل کېږي چې په جګړه کې له ډېرو درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.

په یادې جګړې کې د افغانانو د ښکېلتیا په تړاو تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملا هبت الله د سترې محکمې مسوولینو ته: په پرېکړو کې د هېچا تر فشار لاندې را نه شئ

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۱

ملا هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې د سترې محکمې مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې قضايي چارې د اسلامي شریعت مطابق ترسره کړي او په پرېکړو کې دې د هیچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې را نه شي.

هغه زیاته کړه، چې شریعت له قضايي چارو سره تړلی دی او هر څومره چې قضايي چارې ښې پر مخ لاړې شي او د خلکو ستونزې حل شي په همغه اندازه شرعي نظام پیاوړی کیږي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست له خوا د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) خپره شوې راغلي، چې ملا هبت الله وویل: «په یوه هېواد کې د اسلامي نظام د موجودیت په صورت کې باید د دغه هېواد ټول وګړي له خپلو شرعي حقونو برخمن وي، که څوک پر چا ظلم کوي یا د بل حق ضایع کوي د محاکمو دنده او مسولیت دی چې ظالم او مجرم ته سزا ورکړي.»

د طالبانو مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې شاوخوا درې کاله کیږي، چې د دغې ډلې اسلامي نظام پر نیم قشر ظلم کړی او له دوی یې شرعي حقونه اخیستي دي.

ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار او له ټولنیز ژوند څخه منع کړي دي.

د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو په وینا، چې د طالبانو چارواکو ډېری څرګندونې د دوی د عمل برعکس دي.

شاوخوا درې کاله کیږي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض چلند کوي.

بل خوا جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقضول په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې جنسیتي توپیر غندي او خبرداری یې ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تغییر ونه کړي، له طالبانو په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.

تازه ۲۰ نورو هېوادونو هم له دغو ۴ هېوادونو سره یو ځای شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د یادو څلورو هېوادونو د قانوني اقدام ملاتړ وکړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ننګرهار کې یو سوداګریز مارکیټ جوړ کړی دی

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د حج او اوقافو وزارت وايي، د دغه وزارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه یې په ننګرهار کې د ۶۸ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ کړی دی. دا د خپل ډول یو بې ساری اقدام دی، چې حج او اوقافو وزارت سوداګریز مارکیټ جوړوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغه مارکېټ څخه به په کال کې تر شپږ میلیونه افغانیو زیات عایدات ترلاسه شي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مارکیټ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

په دغه سوداګریز مارکېټ کې ۲۳ لوی پلورنځي او ۲۳ د استوګنې خونې شاملې دي او اووه تالارونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب وويل، چې دغه مارکېټ د ننګرهار ولايت خلکو او سوداګرو ته د نويو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوى دى.

هغه وويل، چې د حج او اوقافو وزارت له لوري د سوداګريزو مارکېټونو د جوړولو پلان به په نورو ولايتونو کې هم عملي شي.

د سکتوري وزارتونو تر منځ د دندو د وېش اصول نامې ته په کتو د دا ډول ودانیزو عایداتي کارونو چارې د فواید عامې وزارت او اړونده ښاروالۍ کولی شي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حج او اوقافو وزارت سوداګریزې چارې پر مخ وړي.

ډبلیو اېف پي: ځینې افغان کلینیکونو کې د خوارځواکو میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د مرستو کمېدو سره د دغه هېواد په ځینې کلینیکونو کې د خوارځواکو میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره او یا تر دې هم زیات شوی.

د دې ادارې په خبره، د خوراکي مرستو کمېدل خوارځواکۍ ته لمن وهي او تر ډېره یې تاوان هم میندو او ماشومانو ته رسېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان برخې خپل اېکس کې د دې خبر خپرولو سره پرون د نګینې په نوم د یوې افغانې نظر هم خپور کړی دی.

نوموړې وايي، که کار روزګان هم نه و، ورځ چلېده، خو د مرستو کمېدو سره یې ستونزې ډېرې شوې.

نوموړې وايي، درې میاشتو مخکې له خپل ماشوم سره دغه کلېنیک ته راغله، نتیجه یې چې مالومه شوه، نو خوارځواکې وه او د خوړو کارته ور کړل شو.

دغه اداره وايي، چې په څلورو کې درې افغان کورنۍ مناسب او اړین خواړه نه لري او له امله یې میندې او ماشومان خوارځواکي کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام تېره اونۍ هم ویلي و، چې دا مهال په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې ادارې په خبره، ه افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي، چې دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

د طالبانو د روغتیا وزیر: خپل ماشومان واکسین کړئ چې له ناروغیو خوندي پاتې شي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۱

په افغانستان کې پر واکسین د طالبانو له نویو محدودیتونو سره د دې ډلې د روغتیا وزیر له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي. طالبانو تېرو اونیو کې کور په کور د واکسین د کمپاین په مخنیوي سره په جوماتونو کې د ماشومانو د واکسینولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو دا ګام له هغه وروسته و چې د روانې سپټمبر میاشتې پر لسمه یې کابل کې واکسیناتورې هم د واکسین له فعالیت منع کړې.

له دې محدودیتونو سره د طالبانو د روغتیا وزیر نن په کابل کې د کتلوي معافیت اړوند روغتون په پرانیست غونډه کې له خلکو وغوښتل چې خپل بچیان واکسین کړي: «خپل ماشومان د ناروغیو په مقابل کې واکسین کړئ چې خوندي او صحتمن پاېت شي.»

مولوي نور جلال جلالي د دغه روغتون په جوړولو او تجهیزولو کې د یونیسف مننه وکړه او همدارنګه یې له دې ادارې وغوښتل چې د واکسین په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل، چې له هر مرستندوی سره یې په لیدنه او بهرنیو سفرونو کې یې تل دا غوښتنه کړې چې سیاست او صحت دې سره بېل وساتي.

خو په روغتیا او نورو برخو کې پر ښځو د طالبانو له بندیزونو سره د بهرنیانو مرستې هم اغېزمنېږي.

مرستندویان په دې برخه کې د مېرمنو رول اغېزناک بولي او په دې باور دي چې د روغتیا، واکسین او نورو برخو کې د ښځو بې برخې کول دغه چارې کم اغېزه کوي.

زلمی خلیل‌زاد: د دوحې تړون د بشري حقونو سره تړاو نه لاره

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر مایکل مکال له‌خوا د خپور شوي پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي، د دوحې تړون د بشري حقونو سره تړاو نه لاره.

هغه په اېکس پاڼه کاږلي، د دوحې تړون یوازې د سرتېرو د امن وتنې سره تړاو لاره.

تر دې وړاندې د مایکل مکال له‌خوا په خپور شوي پرېکړه لیک کې راغلي و، خلیل‌زاد بې بنسټه ادعا کړې وه، چې طالبان به خپلې ژمنې پوره کړي او بشري حقونو ته به درناوی وکړي.
خو خلیل‌زاد د دغو څرګندونو په ردولو سره ویلي:« دغه بیان ناسم دی. ما هیڅکله داسې نه دي ويلي.»
هغه وایي طالبانو منلې وه، چې د افغانستان لپاره به یو نوی حکومت او په احتمالي توګه د بشري حقونو پالیسي جوړوي.
هغه زیاته کړې:« په دې کې د افغان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ په جلا، جلا توګه خبرې اترې هم وشوې؛ خو زموږ تر وتلو وړاندې کومې هوکړې ته ونه رسېدل.»
هغه وړاندې لیکلي، ولسمشر بایډن پرېکړه وکړه چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل د افغانانو تر منځ د سیاسي هوکړې رسېدو ته مشروط نه کړي؛ ځکه د دې وېره وه، چې د بین الافغاني خبرو اترو ځنډېدو سره به د امریکایي ځواکونو په وړاندې د طالبانو بریدونه بېرته له سره پیل شي.
هغه وایي، د وتلو مهال وېش ته د څلورو میاشتو زیاتولو سربېره د بایډن ادارې د دوحې په تړون کې نور بدلونونه نه دي راوستي.
هغه وایي، تل یې په ټینګار سره ویلي، چې دغه تړون د باور له مخې نه؛ بلکې د شرطونو پر بنسټ شوی و.
د هغه په وینا:« په حقیقت کې د هوکړې ځینې برخې زموږ له‌خوا نیمګړې پاتې دي؛ ځکه چې طالبانو خپلې ځینې ژمنې نه دي پوره کړي.»
هغه زیاته کړې:« بې له شکه له افغانستانه وتل یو ناورین و؛ موږ اټکل نه کاوه، چې د افغانستان حکومت به په دومره ساده‌ګۍ سقوط وکړي او یا دې پوځ منحل شي.»

خو مایکل مکال تر دې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو او خلیل‌زاد ترمنځ د دوحې هوکړه د خليل‌زاد تېروتنه وه چې د افغانستان حکومت یې کمزوری کړ.