د پاکستان پوځ وایي، تېره شپه یې په شمالي وزیرستان کې اته تنه وسله‌وال وژلي دي

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه (ای اېس پي ار) په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې تېره شپه یې د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د وسله‌والو پر یو پټن ځای برید کړی او اته تنه یې وژلي دي.